د پاکستان دفاع وزير وايي په تيرا کې هېڅ ډول عمليات نه کېږي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د هغه هېواد قامي اسمبلۍ ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي دي چې د خیبر پښتونخوا په تیرا کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه کېږي او له هغه ځای څخه د خلکو کډې یو "معمول" دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په تیرا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال له خپلو کورنیو سره اوسي چې "شمېر یې د ۴۰۰ او ۵۰۰ په مينځ" کې دی.

په خبري غونډه کې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عطاالله تارړ او د خیبر پښتونخوا چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړی سلاکار اختیار ولي هم ناست ول.

اصف وویل، د پاکستان حکومت "له ډېرې مودې راهيسې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د روانو عملیاتو له وجې د پراخو پوځي عملیاتو تګلاره پرېښې ده، نو ځکه [په تیرا] کې د [پراخو] عملیاتو کولو هېڅ سوال نه پیدا کېږي. دویمه خبره دا ده چې [په تيرا کې] کډې کول معمول" یا عادي خبره ده.

خواجه اصف په داسې حال کې خبرې غونډه کړې چې د وفاقي او د خیبر پښتونخوا حکومت ترمینځ د خیبر ضلعې په هغه سیمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو او له ورڅخه د خلکو د ایستلو پر سر لانجه پیدا شوې ده.

اخوا د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه يو ځل بيا په خپله ويډيويي وينا کې وويل چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د قبايلي سيمو په ګډون په ټوله خيبر پښتونخوا کې "۲۲ لوی پوځي عمليات" شوي او "د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر ۱۴،۰۰۰ زيات" واړه عمليات شوي دي، خو هغو "عملياتو نه ترهګري ختمه کړه او نه هم بدامني، نو بيا ولې نور عمليات کېږي؟"

سهېل اپرېدي پر دې مهال اعلان وکړ چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه به د تیرا د وضعیت په اړه د خیبر په جمرود کې جرګه کوي.

هغه وويل چې دا جرګه یې د دې سپنیاوي لپاره وربللې چې ځايي مشران ووايي چې ولې له خپلو سیمو روان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې خبري غونډې ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو تېر کال په صوبه کې د د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر ۱۴،۰۰۰ زیات هدفي عملیات کړي ول.

د پاکستان پوځ لا د اپرېدي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو له تیرا څخه لا هم د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.

په تیرا کې د عملیاتو پر سر اختلافات

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وروستيو کې په خپلو بيانونو کې په بیا بیا ټینګار کړی چې نه غواړي، چې د هغې صوبې ولس يو ځل بيا بې کوره شي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه په سوات کې د وینا پر مهال دعوه کړې وه چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم څو ځلې په خپلو ویناوو کې په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او له دې کبله یې پر مرکزي حکومت او پوځ "سختې نیوکې" کړې دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، "دا په خپله تر ټولو لویه ترهګري ده چې پر یو سیمه له زرګونو کلونو اباد خلک دې په زور بې کوره کړل شي."

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" وبللې او زياته يې کړه چې نه وفاقي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو امر کړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.

تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ای ایس پي ار) مشر مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."

له تيرا څخه د خلکو وتل

په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د پوځي عملياتو له امله د خیبر ضلعې له تيرا څخه د خلکو د نومليکنې او وتلو بهیر روان دی.

د خيبر ضلعې په پيندي چينې سيمه کې د تيرا کډوالو د مرکزي نومليکنې د مرکز مشر او د پي ډي اېم اې ځايي چارواکي اصف زېب د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل، له تیرا میدانه څه باندې ۸۰ سلنه خلکو کډه کړې ده.

ده په راتلونکو ۱۰ ورځو کې له سیمې څخه د خلکو وتلو او نوملیکنې بهیر بشپړېدو هیله وښوده.

هغه د جنورۍ پر ۲۷مه هم مشال راډيو ته ویلي ول چې د کډوالو "اندراج د معمول مطابق" روان دی او که څوک کډه کول غواړي نو کولای يې شي.

د خیبر ضلعې له تیرا څخه د خلکو وتل د جنورۍ پر ۱۰مه په رسمي توګه د دې لپاره پیل شوي وو چې د پاکستان پوځ غواړي په هغه سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.

خو پر یاده سیمه د زیاتو واورو ورېدو له امله پوځ خلکو ته د وتلو لپاره د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر بل اعلان پورې ځنډولې وه.

د خيبر ضلعې د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د جنورۍ پر ۲۴ مشال راډيو ته وویل، پوځي او انتظامي چارواکو ورته ويلي دي چې د واورو ورېدو او بارانونو له وجې لارې بندې شوې دي او خلکو ته په کډه کولو کې مشکلات دي نو ځکه دوی د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر نامعلوم وخته غځولې ده.

دا تر هغه وروسته ده چې د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډول شوې وه.

خو پي ډي اېم اې په داسې وخت کې له تیرا د خلکو د ایستلو دوام تایید کړی چې په یاده سیمه کې د لا نورو واورې وړاندوینه شوې وه.