په شمالي وزیرستان کې وسلوالو سرکاري سکول ړنګ کړی دی

په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال هم ښوونځي ړنګ شوي دي - د ۲۰۱۷ز کال د مې ۳۱مې انځور.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې وسلوالو يو سرکاري سکول ړنګ کړی دی.

د میرلي د پولیسو کنټرول روم يوه چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې وسلوالو د ډېسمبر ۱۰مې او ۱۱مې ترمينځ شپې مهال د ميرلي په خوشالي سيمه کې په بارودو د سرکاري های سکول وداني ړنګه کړه.

د سيمې يو اوسېدونکي عادل داوړ هم مشال رېډيو ته وویل چې وسلوالو هلته یو ښوونځی ړنګ کړی دی.

خو کومې وسلوالې ډلې لا د ښوونځي ړنګولو ذمه واري نه ده منلې.

په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې وسلوالو په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې سلګونه ښوونځي ړنګ کړي دي. له دې پرته په بېلابېلو ضلعو کې د پوځي عملیاتو پر مهال هم د ګڼو ښوونځیو ودانۍ ړنګې او زیانمنې شوې وې. البته حکومت په تېرو کلونو کې لسګونه سکولونه بیارغولي هم دي.

په تېرو څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې او اوس هم وسلوالې ډلې وخت په وخت ښوونځي ړنګوي.

د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه وسلوالو په ټانک کې د نجونو یو ښوونځی په بارودو والوځاوه. تر دې مخکې، د ۲۰۲۴ز په نومبر کې وسلوالو د خیبر په جمرود او تر دې مخکې یې په مې د شمالي وزیرستان په شوه کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو ړنګ کړي ول.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.