پولیس چارواکي وايي په کورمه کې د وسلوالو په یو برید کې پینځه پوځي او یو د ملېشې ځواک سرتېری وژل شوي دي.
په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه لرلو له وجې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې نامعلومو وسلوالو تېره ورځ له پوځي کلا سره نږدې په تورغونډۍ پوسته برید وکړ چې پکې د یادو تلفاتو ترڅنګ شپږ نور امنیتي سرتېري ژوبل شوي هم دي.
دغه چارواکی وايي د وسلوالو له حملې وروسته له مناتو پوځي کلا نه سرتېري د تورغونډۍ پوستې ته ورغلل چې د وسلوالو په ډزو ورته مرګژوبله واوښته.
تر اوسه چا د برید زمه واري قبوله کړې نه ده.
په کورمه کې تر دې وړاندې هم وسلوالو پر پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو ورته بریدونه ترسره کړي دي.
ځايي خلک وايي، وسلوالو د ډېسېمبر پر درېیمه د منځنۍ کورمې له منتو کلا سره نېزدې پر پوسته په برید کې یو سرتېری وژلی وو.
تر هغې وړاندې د نومبر ۳۰مه هم په چنارک کې وسلوالو پر پوسته برید کړی وو چې پکې یې دوه پولیس وژلي او دوه ژوبل کړي ول.
د پاکستان پوځ لا پر دې موضوع رسماً څه نه دي ویلي خو ځايي خلک وايي چې د ډېسېمبر درېيمې برید یې د بې کورۍ سبب شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات کوي او د همدغو عملیاتو له وجې یې د ځینو سیمو خلکو ته د کورونو پرېښودلو امر کړی دی.
په منځنۍ کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله د لیل ګډې، خټکه مېنې (مېله هم بلل کېږي)، کونډلي بابا او تاړي سيمو اوسېدونکو يو ځل بیا کډې اېستل پیل کړي دي.
له لیل ګډې بې کوره شوي یوسف خان د ډېسېمبر پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې په سیمه کې تر بریدونو د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ تر نښتو وروسته او د منتو کلا امنیتي مشرانو ورته د ډېسېمبر پر درېیمه وویل چې د وسلوالو ضد عملیات کول غواړي نو ځکه دې کورونه پرېږدي.
مشال راډیو د سیمې د اوسېدونکو څرګندونو په اړه د انتظامي چارواکو او امنیتي ځواکونو دریځ ترلاسه نه کړای شو.
د منځني کورمې په کونډلي بابا او ورسره شاوخوا علاقو کې تر دې وړاندې هم د وسلوال طالبانو ضد پوځي عملیات شوي ول. پوځي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هدف یې له وسلوالو سیمه پاکول دي خو ځايي خلک وايي، عملیاتو ورته له زیان رسولو پرته بله ګټه نه ده رسولې ځکه چې وسلوال طالبان یو ځل بیا هلته ورغلي دي او پوځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
شاوخوا دوه لسیزې مخکې په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې وسلوال له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی وو.
خو هلته په وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.