اسراییل وايي، د ایران پر ضد یې د بریدونو لړۍ پراخه کړې ده او د هغه هېواد په شمالي سیمو کې یې د انرژۍ مرکزونه په نخښه کړي دي.
د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې د ایرانیو رسنیو په حواله لیکلي دي چې دا بریدونه د مارچ پر ۱۸مه شوي دي.
امریکا او اسراییلو چې د فبرورۍ پر ۲۸مې پر ایران بریدونه پیل کړل نو تر ډېره یې سرښار تهران او د هېواد مرکزي او لوېديزې سیمې په نخښه کولې. دا لومړی ځل دی چې د ایران شمالي سیمې هم په نخښه کېږي.
د اسراییلیو رسنیو په وینا، د هغه هېواد جنګي الوتکو د ایران پر بندري ښار بندر انزلي باندې بریدونه کړي او هلته یې بېړۍ په نخښه کړې دي. هغه سیمه د کاسپین سمندرګي په ساحل کې موقعیت لري.
په سملاسي ډول په بریدونو کې د زیانونو په اړه کره معلومات نه شته.
بل پلو، ایران هم د مارچ پر ۱۸مه ګواښ کړی وو چې په ځوابي کاروایۍ کې به په ټوله سیمه کې د انرژۍ مرکزونه په نخښه کوي.
ایران په سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او قطر کې د تېلو له تاسیساتو سره نېږدې اوسېدونکو ته د هغوی د خالي کولو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په راتلونو څو ساعتونو کې به بریدونه ورباندې وکړي.
ایران تر خبرداري يوه ورځ وروسته د مارچ پر ۱۹مه وویل چې په قطر کې یې د ګازو پر یوې فابریکې برید کړی دی.
دوحه وايي، د دغو بریدونو له امله په فابریکه کې اورلګېدلی او پراخه ویجاړي یې ور اړولې ده خو زیاتوي چې وروسته یې اور وواژه.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.
بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.