اتمانزو جرګه شمالي وزیرستان کې د امن پاڅون کوي

په شمالي وزیرستان کې مشرانو د امنیت په اړه يوشمېر جرګې کړې دي. پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان د اتمانزو جرګې مشران وايي په سیمه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د وسلوالو او پوځ ترمنځ په جګړه کې د ولسي خلکو نخښه کېدو خلاف د امن پاڅون کوي.

د اتمانزو جرګې دا اعلان د ډېسېمبر پر ۱۹مه وروسته له هغې وکړ چې په همدې ورځ د شمالي وزیرستان په بویه کې پر پوځي کیمپ وسلوالو ځانمرګی برید وکړ چې په نتیجه کې یې د انتظامیې په وینا څلور سرتېري او پینځه مشکوک وسلوال ووژل شول. خو د سیمې خلک وايي پر کیمپ د ځانمرګي برید پر مهال ولسي خلک هم ژوبل شوي دي.

ثنا الله د شمالي وزیرستان د بویه سیمې یو اوسېدونکی او د سیمې د دوکاندارانو د اتحادیې مشر دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر پوځي کیمپ د وسلوالو د برید پر مهال په شاوخوا کورونو کې ۱۵ ولسي کسان هم ژوبل شوي دي. هغه وايي په ژوبلو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

هلته د اتمانزو جرګې ویاند مفتي بیت الله د ډېسېمبر پر ۱۹مه په میرامشا پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل چې د روانې بدامنۍ خلاف د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په دویمه نېټه د امن پاڅون کوي.

نوموړي وړاندې وویل، "د امن په پاڅون کې به د ټول وزیرستان خلک ګډون کوي. موږ به ټولو سیمو ته ځو او خلک به د امن پاڅون ته هڅوو."

دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د امن لپاره پاڅونونه شوي دي خو مثبتې پایلې یې مخې ته نه دي راغلي. خلک وايي لا هم د شمالي وزیرستان په ګډون په نږدې ټولو قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ لړۍ روانه ده چې پکې عام اولس هم د مرګژوبلې او مالي تاوان سره مخامخ کېږي.

بل پلو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ مشر مېجر جنرل افتخار وړایچ د ډېسېمبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د اتمانزو مشرانو ورسره لیدلي دي او د امنیت ټینګولو لپاره یې ورسره سلا مشوره کړې ده. هغه وايي د مشرانو ملاتړ ورسره دی او د وسلوالو تر خاتمې پورې به د پوځ عملیات روان وي خو هڅه به یې وي چې د دغو عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وشي.

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي چارو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورېټي سټدیز) وايي، د تېرو کلونو پرتله د ۲۰۲۵ز په ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې ناامني او د "ترهګرۍ پېښې" ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.

هغې ادارې د ډېسېمبر پر درېیمه په خپل راپور کې وویل، په پاکستان کې له جنورۍ څخه د نومبر تر پایه د ناامنۍ په پېښو کې ۳،۱۸۷ تنه ووژل او شاوخوا ۲،۰۰۰ ژوبل شول.

مرکز وايي، د نومبر تر پایه په هغه هېواد کې د "ترهګرۍ" او ناامنۍ ۱،۱۸۸ پېښې وشوې چې ورڅخه یې ۶۲ سلنه په خیبر پښتونخوا کې شوې دي.

په همدې حال کې پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.