د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې د جنورۍ له پای راهیسې په بریدونو، له وسلوالو سره په نښتو او عملیاتو کې "۲۲ امنیتي سرتېري" او د ښځو او ماشومانو په ګډون "۳۶ ولسي وګړي" وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د "ردالفتنه-۱" په نوم عملیات پیل کړي ول چې اوس پای ته رسېدلي دي.
بیان وايي، په عملیاتو او د جنورۍ پر ۳۱مه د وسلوالو د حملو پر مهال په نښتو او بیا د صوبې په "ګڼو برخو" کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې ټول "۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې عملیات یې د بلوچستان په کومو سیمو کې کړي دي.
پوځ وايي، په وژل شویو کې هغه ۴۱ مشکوک وسلوال هم شامل دي چې د جنورۍ پر ۲۹مه یې په پنجګور او هرنايي کې وژلي ول.
د پوځ تر هغې دعوې یوه ورځ وروسته وسلوالو د جنورۍ پر ۳۱مه د صوبې د مرکز کوټې تر څنګ په مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ، ګوادر او پسني کې حملې وکړې.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغو بریدونو ذمه واري ومنله او پکې یې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې وه.
بي اېل اې داراز په بریدونو او نښتو کې یوازې د خپلو "۲۷ وسلوالو" وژنه تایید کړې ده.
مشال رېډیو په خپلواکه توګه د پوځ او بلوڅ بېلتونپالو دعوې او ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.
له کوټې سره نېږدې یوشمېر کسان د هغه ګاډي شاوخوا ته تېرېږي چې د جنورۍ پر ۳۱مه په وسلوال برید کې سوځېدلی وو - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
ای اېس پي ار یو ځل بیا د بلوچستان په مختلفو برخو کې وژل شوي کسان د "فتنه الهندوستان" غړي بللي او تر دې مخکې یې هغوی ته د "فتنه خوارج" لفظ هم کارولی وو.
پوځ دا اصطلاحات عموماً د بي اېل اې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حافظ ګل بهادر ډلې په ګډون د هغو وسلوالو ډلو لپاره کاروي چې په پاکستان کې حملې کوي.
بي اېل اې لا د پاکستان پوځ د فبروۍ پینځمې د بیان او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
داراز هند هم لا د پوځ تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه یې د پاکستان تور "بې اساسه" بللی وو.
په نوي دلي کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال پر هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې اسلام اباد "اکثر له خپلو داخلي ناکامیو څخه د توجه اړولو" لپاره دا ډول تورونه پورې کوي.
جیسوال لیکلي ول چې پاکستان دې تر داسې "تاوتریخوالي" وروسته د دې ډول "دعوو پر ځای د سیمې د خلکو اوږدمهاله غوښتنو" ته ځواب ووايي. نوموړي زیاته کړې وه چې د اسلام اباد د خلکو "د ځپلو، د ظلم او بشري حقونو سرغړونو سابقه یا رېکارډ یې ښه معلوم" دی.
بلوچستان کې تازه برید او د اورګاډو تګ راتګ
په همدې حال کې د بلوچستان په نوشکي کې وسلوالو پر احمدوال تمځي یا سټېشن پر ولاړ سامان لېږدوونکي اورګاډي د توغندي حمله کړې ده.
د نوشکي د پولیسو یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د فبرورۍ پر پینځمه ځايي خبریالانو ته ویلي دي چې په حمله کې د اورګاډي انجن زیانمن شوی او کوټې ته یې د لېږدولو لپاره لا بل انجن نه دی وررسېدلی.
هغه اورګاډی د جنورۍ پر ۳۱مه له ایران سره له تفتان پولې څخه د کوټې پر لوري روان وو چې چارواکو د وسلوالو د حملو له وجې پر احمدوال تمځي درولی وو.
البته د فبرورۍ له پینځمې څخه د کوټې او د پاکستان د نورو برخو ترمینځ د مساپر لېږدوونکو ګاډو تګ راتګ، چې له شاوخوا شپږو ورځو راهیسې بند وو، بحال شوی دی.
په کوټه کې د اورګاډي ادارې ویاند کاشف احمد مشال راډيو ته وویل، د فبرورۍ پر پینځمه له کوټې څخه مساپر لېږدوونکي رېلګاډي چمن او د سکر او لاهور له لارې پېښور ته روان شوي دي.
دی وايي، له کراچۍ څخه د بولان مېل په نوم اورګاډی چې کوټې ته ورسېږي نو بیا به یې کراچۍ ته ولېږدوي.
په تېرو څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم ناامني زیاته شوې ده. په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په هغه صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.