د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۴۱ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده

په بلوچستان کې د پاکستان پوځ يو سرتېری د وسلوالو لخوا د اورګاډي تر تښتولو وروسته په غرنۍ سيمه کې ولاړ دي ـ د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۱۵مې انځور
په بلوچستان کې د پاکستان پوځ يو سرتېری د وسلوالو لخوا د اورګاډي تر تښتولو وروسته په غرنۍ سيمه کې ولاړ دي ـ د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۱۵مې انځور

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د بلوچستان په هرنايي او پنجګور ضلعو کې یې د عملیاتو پر مهال ۴۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۰مه په یو بیان کې ويلي دي چې دا عملیات یې د جنورۍ پر ۲۹ د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې په هرنايي کې د عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان کې شپږ او په کورمه کې پینځه وسلوال وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په هرنايي کې د وسلوالو په يو پټنځای کې تر "سختې نښتې" وروسته ۳۰ وسلوال ووژل شول او پوځ د مهماتو او چاودېدونکو توکو لويه زېرمه هم ترلاسه کړه.

بيان زياتوي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس نور عمليات د بلوچستان په پنجګور ضلع کې وشول چې پر مهال يې ۱۱ وسلوال ووژل شول.

پوځ دا نه دي ويلي چې په هغو عملياتو کې امنيتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

پوځ دا نه هم دي ویلي چې وژل شويو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو دومره یې لیکلي دي چې هغوی د هند په نيابتي ډلو "فتنة الخوارج" او "فتنة الهندوستان" پورې تړاو درلود.

د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته او د "فتنة الهندوستان" اصطلاح بيا بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ته کاروي.

تراوسه ټي ټي پي يا بلوڅ بېلتون غوښتونکو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکو سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی.

اخوا هند هم په پاکستان کې د وسلوالو ډلو د ملاتړ په وار وار ترديد کړی دی.

په تېرو څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم ناامني زیاته شوې ده. په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په هغه صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG