په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) وايي، د جنورۍ له ۲۲مې راهیسې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.
د ادارې ویاند انور شهزاد د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل، له وژل شویو څخه یې اته ماشومان دي.
دی وايي، واورې او بارانونو د صوبې په بېلابېلو برخو کې ۱۵ کورونه هم زیانمن کړي دي.
شهزاد زیاتوي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بر او کوز دیر، سوات، شانګله او مانسهرې کې د واورې ورېدو امکان دی چې له کبله یې د لارو تړل کېدو یا کمرونو نړېدو وېره ده.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ورځو کې یې په بېلابېلو سیمو کې په واورو کې ایسار خلک او ګاډي ایستلي دي. "په تېرو درو ورځو کې مو په مختلفو ضلعو کې تر ۳،۰۰۰ زیات کسان چې د وارو له وجې اغېزمن شوي دي، ژغورلي دي. ۹۴۲ ګاډي مو ایستلي دي او تقریباً ۶۰ هغه لارې مو خلاصې کړې دي چې د وارو له وجې بندې شوې وې."
په چمن کې یوشمېر ګاډي تر واورې وروسته پر سړک تګ راتګ کوي - د جنورۍ ۲۲مې انځور.
په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې سخته واوره او بارانونه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ورښتونو د دوام وړاندوینه کړې ده.
په افغانستان کې هم د وارو او بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او د هېواد یوشمېر لویې لارې تړل شوې دي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.