په افغانستان کې د زیات باران له کبله په راغلیو سېلابونو کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۷ ته رسېدلی دی.
د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي په وروستیو اورښتونو او سېلابونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دوی بې سرپناه شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وخت د انتظام لپاره د طالبانو حکومتي ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه رپورټ ورکړی دی چې په ۱۱ ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي یونس د جنورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، "کورونه په بشپړ ډول تر اوبو لاندې شوي خو ځاني تلفات نه لرو، مالي زیانونه ډېر زیات دي."
د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د یو سیلاب ځپلې سیمې اوسېدونکي شیر احمد وویل چې د دوی په سیمه کې هم ټول کورونه اوبو نیولي دي.
ده زیاته کړه، "سیلابونه کورونو ته ننوتي، انګړونه یې ویجاړ کړي او ډېر تاوانونه یې اړولي دي. له حکومته غواړو چې زموږ کورونه بېرته ورغوي او د سیلابونو د راوتلو مخه ونیسي."
د دوی په خبره، که پر وخت مرستې ونشي د سختې یخنۍ له امله د بشري ناورین خطر موجود دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو د کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سر د زیانونو ترڅنګ د ورښتونو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۶۰ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
په اعلامیه کې د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله د ۱۲۰۰ څارویو د تلف کېدو او نږدې ۱۴ زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبره هم کړې ده .
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی او اوسېدونکي یې وخت ناوخت د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) هم وایي چې افغانستان هر کال له طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو سره مخامخ کېږي او په ټکو یې اقلیمي بدلونونو د دغو پېښو شدت او پایلې لا زیاتې کړې دي.