د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چترال کې د واورې کمر نړېدو د یوې کورنۍ ۹ تنه وژلي


په چترال کې وخت نا وخته د واورې ښوېدو پېښې رامنځ ته کېږي. (د ۲۰۱۰م انځور)
په چترال کې وخت نا وخته د واورې ښوېدو پېښې رامنځ ته کېږي. (د ۲۰۱۰م انځور)

د خيبر پښتونخوا په چترال کې د واورې کمر نړېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.

د کوز چترال مرستيال کمشنر راو هاشم عظيم مشال راډيو ته په ليږلي بيان کې ويلي دي چې د جنورۍ پر ۲۳مه د سريګام دميل اروند په سيمه کې د باچا نومي تن پر کور د واورې ګټ راپرېوتی دی.

مرستیال کمشنر وايي په کور کې لس کسان وو چې يوازې يوه ماشومه ژوندۍ ژغورل شوې ده.

بيان زياتوي چې په سيمه کې ډېره زياته واوره شوې ده چې له وجې يې دوي خلکو ته ويلي چې ځان خوندي ځايونو ته ورسوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په يوه بيان کې پر ياده پېښې خپګان څرګند کړی دی او اړونده ادارو ته يي ويلي دي چې له اغېزمنو کورنيو سره امدادي مرستې تندې کړي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG