د بشري حقونو کمېسيون طالبان د "پخواني نظام سرتېرو" په "ځورونو او وژنو" تورن کړي

د افغانستان د پخواني حکومت، افغان سرتيري په هرات کې (د ۲۰۱۹ کال انځور)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پخواني جمهوري نظام د سرتېرو او نظامیانو د "نیولو، شکنجې او وژنې په اړه ژوره اندېښنه" ښوولې.

په ۲۰۲۱ز کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې ړنګ کړ. له هغه وخت راهیسې کمېسیون له هېواده بهر فعالیت کوي.

هغې ادارې د مارچ پر ۱۹مه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ورته رسېدلي رپورټونه ښيي چې طالبان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي ځواکونو غړي "په ډېر ظالمانه ډول نیسي، شکنجه کوي یې او بیا یې په ډېره بې‌ رحمۍ وژني."

د طالبانو حکومت دا دعوه رد کړې او وايي، چارواکي یې دا ډول کارونه نه کوي.

خو د بشري حقونو د خپلواک کمېشن یو غړي او ویاند شکر الله مشکور د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، "ګڼ مخکیني نظامیان چې ډېری یې ټیټ پوړي غړي او سرتېري ول، په افغانستان کې پاتې دي. دوی په پټه ژوند کوي او هغه چې د خپل ماموریت پر مهال" یې په اړه معلومات او پېژندګلوي په "بایومیټرک (کمپیوټري)" نظام کې ثبت شوې، "نه شي کولای چې اړوندو ادارو ته د تذکرو او یا هم د پاسپورټ اخیستو لپاره ورشي. خو که دا اسناد ولري هم نو په هوايي ډګرونو او سرحدونو کې یې طالبان پېژني او د طالبانو نظامیانو لاس ته لوېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کمېسیون اعلامیه ردوي البته وايي ځینې پېښې د شخصي دښمنیو له وجې شوې دي.

نوموړي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په یوشمېر پېښو کې یې ککړ کسان نیولي دي. "طبعاً په ځینې ځایونو کې دښمنۍ دي یا شخصي برخوردونه کېږي چې بیا د ځینو پېښو عاملین نیول شوي هم دي. شخصي قتلونه شوي، په ځینو سیمو کې به د خصومت له امله شخصي زیان وررسېدلی وي، خو په شخصي توګه دي، نه د نظام له امله."

دا هم وګورئ:

نړیوالو د افغانستان پخوانيو سرتېرو ورکېدو او وژنو پر رپورټونو اندېښنه ښوولېبشري حقونو څار سازمان: طالبانو تر ۱۰۰ زیات پخواني سرتېري وژلي یا تري تم کړيد بشري حقونو څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې بېګناه ملکيان بنديان کړي

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپل راپور د اثبات لپاره د بېلګې په توګه وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانو ته اشاره کړې، چې پکې ادعا کېږي چې طالبان د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری تر ځورونې وروسته وژني او جسد یې ټوټې کوي.

کمېسیون یوه بله ویډیو هم چې تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې د خپلې ادعا د کره‌ والي لپاره وړاندې کړې، چې پکې ادعا کېږي چې طالبان د مخکیني نظام د یوه "معلول سرتېري سر ته پلاسټیکونه اچوي چې سا يې بنده شي."

مشال راډيو په خپلواکه توګه د کمېسیون د دعوو او پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

کمېسیون داراز ویلي دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د پخوانیو امنیتي سرتېرو ویزې پای ته رسېدلې دي او د وېرې له وجې افغانستان ته نه شي ستنېدای نو ځکه په هغو هېوادونو کې په "ناقانونه توګه" اوسېدو ته مجبور دي. خو دا یوازې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون نه دی چې پر طالبانو یې د پخوانیو سرتېرو او فعالانو د ځورونو او وژنې تورونه پورې کړي دي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۳۰مه وویل، طالبانو د هغه کال د اګست په نیمايي کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه ترې تم کړي دي.

د سازمان تر څرګندونو وروسته د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۲ هېوادونو په یو بیان کې د پخوانیو سرتېرو د نیولو، ځورونو او وژنو پر خبرونو اندېښنه وښوده.

د طالبانو حکومت هغه مهال هم ویلي ول چې هغه ډول پېښې د شخصي دښمنیو له وجې شوې وې.