د خیبر پښتونخوا په بنو، لکي مروت، باجوړ او کواټ کې په بمي چاودنې، وسلوالو حملو او ډرون برید کې د اووه پوليسو په ګډون نهه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.
د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.
پولیس وايي، بم د ليرې واټن څخه د ریموټ په وسيله چول شوی دی.
هلته په بنو کې بیا پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۳مه وسلوالو دوه ولسي کسان وویشتل او جسدونه یې پر سړک وغورځول.
د لکي مروتو او د بنو د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په ورته مهال د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د یوه سرتېري شاه منیر جسد یې ترلاسه کړی دی چې یوه ورځ وړاندې نامعلومو وسلوالو د بدانو له ماموندو سیمې تښتولی وو.
هلته د کواټ ضلعې یوه چارواکي د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې امنیتي ځواکونو هغه ډرون ويشتی چې د نامعلومو وسلوالو لخوا توغول شوی وو. پولیس وايي، ډرون پر پوځي سیمې (کینټ سیمې) وغورځېد چې له وجې یې دوه امنیتي سرتېري او یو باغوان ژوبل شول.
د ډرون د الوځولو او یا هم د غورځولو په اړه کومې وسلوالې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي خو پولیس وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.