د خیبر پښتونخوا په بنو کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو ولسي وګړي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي او پر یو کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه څلور وګړي ژوبل شوي دي.
د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، دا ډرون برید د مارچ پر لومړۍ نېټه ماښام مهال د بنو په بکاخېلو کې د عجب خان نومي کس پر کور شوی دی. دوی مشال راډيو ته وويل په هغه حمله کې عجب خان او ورسره دوې مېرمنې او یو ماشوم ټپي شوي دي.
بل پلو پولیسو د مارچ پر دويمه، رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې بکاخېلو ته څېرمه مهمند خېلو کې بیا وسلوالو د اسد په نامه یو کس ببګا تښتولی او تر وژلو وروسته یې د هغه مړی غورځولی دی.
تر اوسه دا نده معلومه چې ډرون برید د وسلوالو او که د پاکستاني پوځ لخوا شوی او له مهمند خېلو د اسد په نامه ځوان چا تښتولی او وژلی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د روان کال په دوو میاشتو کې د وسلوالو له خوا په شمالي وزیرستان کې څلور او په بنو کې ۱۴ هدفي بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځايي فعال ځوانان، قبایلي مشران او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.
د دې سیمو خلکو په وار وار د ناامنۍ پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې په دې تورنې کړې دي چې ګواکې د وسلوالو پرضد پرېکنده ګامونه نه اخلي. خو امنیتي چارواکو هم په بیا بیا دریځ وړاندې کړی چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي او دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.