د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو هغه کس خوشې کړی دی چې د فبرورۍ پر ۲۵مه یې له دوو وروڼو سره تښتولی وو.
دا تر هغې وروسته ده چې په بنو کې خلکو د فبرورۍ پر ۲۶مه مازیګر مهال د دوو وژل شویو وروڼو جنازه وکړه او بیا یې د هغوی مړي احتجاجاً میرامشا ته پر تلونکي سړک کښېښوول، پرلت یې وواهه او د درېیم ورور د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
وروسته د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدی له احتجاجیانو سره خبرې وکړې او د هغوی له مشرانو سره ولاړ او له وسلوالو سره یې تر مذاکراتو وروسته درېیم کس سعید اختر خوشې کړ.
د احتجاج مشرانو دا و نه ویل چې کومو وسلوالو او ولې تښتولی وو خو زیاته یې کړه چې وسلوالو ته یې "سوال زارۍ وکړې" او اختر یې ازاد کړ.
د بنو پولیس وايي چې وسلوالو د ضلعې په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول چې ورڅخه دوه لږ ساعت وروسته ووژل او بل یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
د بنو پولیسو په بیان کې ویلي ول چې هغوی د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخپټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.
پولیس وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی.
د هغو کسانو د تښتولو او ورڅخه یې د دوو وروڼو د وژلو ذمه واري چا نه وه منلې.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په بنو کې د پولیسو یو سرتېري وضاحت خان د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره شپه او ورځ پر پوستو پهرې او پر سړکونو ګزمې کوي، وسلوال یې په نخښه کوي او هغه وسایل نه لري چې ځانونه وساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې" لپاره یې اربونه (مېلیاردونه) روپۍ بېلې کړې دي او د پولیسو روزنې او ورته د وسایلو ورکولو ته ژمن دی.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.