د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر یو جومات په ډرون برید کې ۵ تنه ټپي شوي

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې تر دې وړاندې هم پر جوماتونو بریدونه شوي دي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې تر دې وړاندې هم پر جوماتونو بریدونه شوي دي. (انځور: ارشیف)

د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوليس او ځايي خلک وايي هلته پر يو جومات ډرون بريد پينځه ولسي وګړي ژوبل کړي دي.

د بنو پولیس لاین یوه چارواکي له رسنيو سره د خبرو اجازې نه درلودو له کبله د نوم نه ښوولو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید د ۲۸مې فبرورۍ په شپه په ميريان سيمه کې شوی دی.

نوموړی وايي لا هم معلومه نه ده چې دغه بريد چا کړی دی خو په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په حکومتي ډرون بریدونو او هاوان مرميو کې ولسي کسان په نښه کېږي.

خو بل پلو، انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.

بلخوا د شمالي وزيرستان د میرامشاه پولیس کنټرول روم یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د شپې له نږدې غرونو یو توغندی د میرعلي بازار پر مارکیټونو ویشتل شوی چې پکې ګڼ دکانونه ويجاړ شوي دي.

خو دکانونو کې خلک نه وو نو ځکه پکې چاته مرګژوبه نه ده اوښتې. چا تر اوسه د دې توغندي ویشلو زمه واري نده منلې.

XS
SM
MD
LG