د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان او کورمه کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده

د کورمې په توره وړۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د خيبر پښتونخوا په کورمه او شمالي وزیرستان ضلعو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې ويلي دي چې دا عملیات یې د جنورۍ پر اتمه د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي. د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان کې شپږ او په کورمه کې پینځه وسلوال وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د عملیاتو پر مهال وسلې او مهمات هم پوځ ته په لاس ورغلي دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شوي وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو دومره یې لیکلي دي چې هغوی د "فتنة الخوارج" غړي ول. د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي.

تراوسه ټي ټي پي په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکو سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی.

د پاکستان پوځ په داسې وخت کې په شمالي وزیرستان او په کورمه کې د وسلوالو خلاف د عملیاتو خبر ورکوي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر پينځمه په یو بیان کې ویلي ول چې حکومت یې پوځ ته په هغه صوبه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي.

تر هغې وروسته د پاکستان د پوځ ویاند چودري احمد شریف د جنورۍ پر شپږمه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د خيبر پښتونخوا د حکومت پر مخالفت سربېره به پوځ د وسلوالو ضد عمليات کوي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کورمې او شمالي وزیرستان په ګډون په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه، له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې، چاودنې او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.