د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) مشر عبدالرازق اپرېدی وايي وسلوالو یې کور او حجره په بمونو الوزولي دي.
عبدالرازق اپرېدي د جنورۍ پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو یې کور په نخښه کړی او حجره یې په بارودي موادو له مينځه وړې ده.
نوموړي وویل، دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول عمل ورسره کېږي، بلکې د هغه په وينا، د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر څلورمه هم وسلوالو د ده کور ته اور اچولی وو او قيمتي سامانونه یې پکې سوځولي ول.
عبدالرازق اپرېدي زیاته کړه چې داسې ورسره ځکه کېږي چې د ده په وینا، دوی له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د ناامنۍ خلاف او د امن په حق کې غږ پورته کوي.
نوموړي دا هم وویل چې څو ځله ورته د مرګ دړکې هم ورکړل شوې دي خو هغه دا څرګنده نه کړه چې دا کار چا کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر ضلعې تر څنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک د وسلوالو د فعالیت او ناامنۍ پرضد غږ پورته کوي او له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې دوی ته تحفظ ورکړي.
عبدالرازق اپرېدي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، "دا وخت مې هم ژوند ته خطر دی خو لا هم ما ته د امنیت ساتنې لپاره هيڅ ساتونکي نه دي راکړل شوي."
د خیبر ضلعې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته د عبدالرازق اپرېدي پر کور د شوي برید پخلی وکړ خو زیاته یې کړه چې په تیرا کې د موبایل ټېلیفون شبکې د نه شتون له امله ورته پوره معلومات نه شته.
تر اوسه چا د نوموړي پر کور او حجره د برید ذمه واري نه ده منلې.
دا هم وګورئ: خیبر: وسلوال د اې این پي سیاستوال رزاق اپرېدي کور الوځولیویل کېږي چې په تیرا میدان کې دا مهال د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر، جماعت الاحرار او لښکر اسلام وسلوالو ډلو غړي فعاله دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځ په تیرا کې د عملیاتو پراخولو پرېکړه کړې او د جنورۍ له ۱۰مې به په رسمي توګه له هغې سیمې د خلکو کډې کول پیل شي.
په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې وار له مخه له دې سیمو ګڼې کورنۍ باړې او پېښور ته کډه شوې دي.
خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر پينځمه په پېښور کې یو ځل بیا ویلي چې حکومت یې پوځ ته په یاده صوبه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي.
د نوموړي په وینا تېر کال (۲۰۲۵ز) د نومبر پر ۱۲مه د صوبايي اسمبلۍ په ودانۍ کې په یوه جرګه کې دغه پرېکړه شوې وه چې په صوبه کې به داسې پوځي عملیات نه تر سره کېږي چې له امله یې خلک بې کوره شي.
دا لومړی ځل نه دی چې سهېل اپرېدي د وسلوالو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی بلکې نوموړي تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي دي چې د ده په وینا پوځي عملیات د مسلې حل نه دی.
نوموړي په دې اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، "د خیبر پښتونخوا حکومت د هر ډول پوځي عملیاتو مخالف دی او که د خدای رضا وه نو هېچا ته به یې د ترسره کولو اجازه ورنه کړو. په صوبه کې د امنیت ټینګولو لپاره د یوې کوټلې کړنلارې (حکمت عملۍ) اړتیا ده."
سهېل اپرېدي زیاته کړې چې د دې لپاره باید ټول سیاسي ګوندونه، اړونده ادارې، سیاسي او مذهبي ډلې او د پښتنو قامي مشران سره کښېني او په شریکه یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې د ده په وینا، "موثره هم وي او امنیت هم ټینګ کړي."
د پاکستان پوځ دریځ لري چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره په خیبر پښتونخوا کې عملیات مهم دي. دوی وخت په وخت له قبایلي مشرانو هم غوښتي چې د امنیت په ټینګولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.