د خیبر پښتونخوا د کورمې د ځينو سیمو خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې له يوې نيمې اونۍ راهیسې بند کړی انټرنېټ دې بحال کړي.
د ساتین رقیم جان د دیسمبر پر ۲۸مه، مشال رېډیو ته وویل چې د سیمې په ځینو ځایونو او سرکاري ودانيو کې انټرنټ شته خو "د سدې په بازار او نورو عوامي علاقو کې پر نامعلومه خبره یاد سهولت تړل شوی چې دا ډیره د افسوس خبره ده".
حکومت د کورمې په ځينو سیمو کې د دیسمبر پر شپږمه، تر هغې وروسته انټرنېټ بند کړ چې په مبیینه ډول پر ټولنیزو رسنيوو یوه "تفرقه اچوونکې" ويډيو خپره شوه.
پر دې سربیره دوه اونۍ وړاندې تښتول شويو دوو کسانو مړي موندل شوي وو نو امنيتي ادارو نه یوازې مرکزي لارې وتړلې بلکې په ځينو ځایونو کې یې انټرنېټ هم بند کړ. چارواکي وايي دا کار یې د امنيت ساتلو لپاره کړی دی.
د میرباغ اوسېدونکي، سلمان مسوزيد دیسمبر پر ۲۸مه، مشال رېډیو ته وويل چې د انټرنېټ نشتون له وجې د خلکو ترمنځ رابطې ځنډېدلې او د زده کوونکو تر څنګ یې کاروبار کوونکو ته لویې ستونزې جوړې کړې دي. هغه له حکومته وغوښتل چې انټرنېټ دې د ټولو خلکو لپاره بحال کړي.
حکومت په کورمه کې له ډیر وخت راهیسې پر موبایل انټرنیټ بندیز لګولی دی. هغلته خلک خلک د ډي اېس اېل او شخصي انټرنېټ ګټه اخلي چې اوس هغه هم بند شوی دی.
د منځنۍ کورمې اوسېدونکي، عمران خان چمکنيله مشال رېډیو سره په خبرو کې پر حکومت نيوکې وکړي چې د امنيت په نامه خلک له انټرنېټ بې برخې ساتي. هغه وويل چې دا د ریاست ذمه واري ده چې خلکو ته د امنیت او د انټرنېټ په شمول د ژوند بنیادي سهولتونه برابر کړي.
په همدې حال کې د کورمې يو انتظامي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال رېډيو ته وويل چې کوښښ کوي د کورمې په متاثره سیمو کې حالاتو ته په کتو انټرنېټ بحال کړي. خو هغه زیاته کړه چې د انټرنېټ خلاصول امنيتي پېښو پورې تړاو لري.