د عشق‌اباد غونډې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې

طالبانو ادعا کوي چې په حکومت کې یې د هر قام وګړي شامل دي ـ پخوانی انځور.

د بېلا بېلو هیوادونو مشرانو او استازو په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او داسې حکومت جوړ کړي چې ټول پکې شامل وي.

اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د مې پر ۲۶مه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد د هغو هیوادونو او سازمانونو څلورمې غونډې په پایې کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړه او کار لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

په هغې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت هم بحثونه وشول او په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې ملاتړ وشو.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو او ازادۍ په اړه انديښنه ښودل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې افغانستان بیا "د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله بدل نه کړي".

د اعلامیې ترمخه ترهګري، افراطیت، نشه یي توکي او له پولو ها خوا فعالیتونه ناقانونه ګڼل شوي او ویل شوي چې دا کارونه سیمه بې ثباتۍ ته بیایي.

دا هم وګورئ:

سېرګې شویګو: امریکا غواړي افغانستان کې وسلوال د سیمې بې ثباتۍ لپاره وکاروي امریکا وايي د طالبانو د مداخلې له وجې یې افغانستان کې یوشمېر مرستندویه پروګرامونه ځنډولي طالبان وایي حکومت یې ټولشموله دی

ټاکل شوې چې پر افغانستان د 'منځنۍ اسیا د فارمټ' غونډه د روان کال په مني کې جوړه شي.

د عشق اباد په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي روزا اوتنبایووا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلا­سن، په نړیوال بانک کې د افغانستان د برخې مشرې ملینډا ګوډ او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړو استازو او ډیپلوماتو برخه اخیستې وه.

تر دې وړاندې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان په موضوع غونډه شوې وه چې پکې تر ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه خو طالبان ورته نه ول بلل شوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي خو حکومت یې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ترڅنګ ښځو ته د تعلیم او کار د حقونو غوښتنه کوي. خو طالبانو د ښځو پر تعلیم او کار یولړ محدودیتونه لګولي دي.

طالبان وایي پر ښځو بندیزونه د هغوی کورنۍ موضوع ده چې بهرنیو هیوادونو ته ترې زیان نشته. د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د مې پر ۲۵مه، د کابل په سپېدار ماڼۍ کې غونډې ته وویل، د طالبانو په سرپرست حکومت کې د هر قوم وګړي شته نو ځکه یې حکومت ټولشموله دی.