د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د طالبانو د مداخلې له وجې یې افغانستان کې یوشمېر مرستندویه پروګرامونه ځنډولي


ملګري ملتونه وايي مېلیونونه افغانان مرستو ته اړتیا لري - پخوانی انځور.
ملګري ملتونه وايي مېلیونونه افغانان مرستو ته اړتیا لري - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چاور وزارت وايي، واشنګټن او ملګرو يې په افغانستان کې د طالبانو د مداخلې په وجه د بشري مرستو یوشمېر پروګرامونه ځنډولي دي.

دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د مې پر ۲۴مه د بشري مرستو په اړه د طالبانو د اندېښنو په ځواب کې وکړه. د ده په خبره، هغه پروګرامونه په غور، غزني او اوروزګان کې ځنډول شوي دي.

له دې وړاندې، یوشمېر افغانانو هم مشال راډیو ته شکایت کړی وو چې د ځايي چارواکو د مداخلې له کبله مرستې عادلانه نه وېشل کېږي.

طالبانو لا په دې اړه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د امريکا د نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي)، ملګرو ملتونو، ناحکومتي سازمانو او نورو هېوادونو ویلي، له عامو افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دي خو نه غواړي چې طالبان له هغو مرستو ګټه واخلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی او ملګري ملتونه وايي مېلیونونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG