پېښور کې مظاهرچیانو د رېډیو پاکستان وداني سوځولې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پارېدلو مظاهرچیانو د دولتي راډیو ودانۍ سوځولې ده. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. د هغه ګوند پلویان د خپل مشر عمران خان د ګرفتارۍ پرضد په احتجاج دي. د راډیو چارواکي وايي، احتجاجیانو له ودانۍ څخه قیمتي شیان هم وړي دي. د مظاهرو پر مهال په تاوتریخوالي کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې. په دې اړه رپورټ وګورئ.