د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې ۵ پوځيان وژل شوي دي

د بلوچستان په اواران ضلع کې د پاکستان امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان کوهلو ضلعې په کاهان کې یې ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) د دیسمبر په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يو کيپټن او څلور سرتيري یې د ګزمې په وخت په ځمکه کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شويو نومونه کيپټن فهد، لانس نايک امتياز، سپاهي اصغر، سپاهي مهران او سپاهي شمعون دي. د پوځ ترمخه دې ځواکونو په کاهان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د لټون عمليات کول چې برید پرې وشو.

دا هم وګورئ: د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟

په کاهان کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي‌دي. د اپريل په میاشت کې د پوځ پر يوه پوسته برید کې د پاکستانيو ځواکونو يو مېجر وژل شوی وو.

له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې،بلوچ لېبریشن ارمي د دې حملې ذمه واري منلې ده. دې ډلې د دیسمبر په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په کاهان کې یې ۸ پاکستاني سرتيري وژلي دي. دې ډلې زیاته کړې چې دا برید یې په ځمکه کې د ښخ د ريموټ کنټرول بم له لارې کړی دی.

په همدې حال کې د بلوچستان د وزیراعلی دفتر رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دیسمبر په ۲۵مه په بېلابېلو ښارونو کې د لاسي بمونو (ګرنېډ) په حملو کې ۱۵ کسان زخميان شوي دي. وزيراعلی عبدالقدوس بزینجو دا بریدونه غندلي دي.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې يو برید په کوټه کې شوی چې ۴ کسان پکې زخميان شوي دي. نورې حملې په تربت، په خضدار او حب کې شوي دي. ټول لاسي بمونه پر پولیسو غورځول شوي خو ورځپاڼې د امنيتي ادارو د چارواکو له خولې ويلي چې په زخميانو کې ولسي وګړي هم شامل دي.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په دې وروستيوو کې ناامني زیاته شوې ده. د دیسمبر پر ۲۴مه په چمن کې د سرحدي ځواکونو يو سرتیری وژل شوی وو. چارواکو مشال راډيو ته وويل چې په چمن ښار کې دغه حمله ناڅرګنده وسله والو کړې ده. د چمن ضلعې مرستیال کمشنر عبدالحمید زهري د دیسمبر په ۲۵مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې برید هغه مهال شوی چې د سرحدي ځواکونو سرتيري په ګزمه روان وو.

نوموړي دا د ترهګرۍ پېښه بللې ده. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نده منلې. په تېرو وختونو کې هم ورته بریدونه شوي دي چې ذمه واري یې يا تحريک طالبان پاکستان او يا هم بلوڅ بیلتونپالو ډلو منلې ده.