د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د امنيتي اندېښنو له کبله په پينځو ضلعو کې ۱۴۴مه دفعه لګولې ده 


د پښین په ګډون د بلوچستان په شپږو ضلعو کې د  نومبر له ۲۸مې څخه د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پيل شوی چې ځايي سرتېري يې امنيت نيسي.
د پښین په ګډون د بلوچستان په شپږو ضلعو کې د  نومبر له ۲۸مې څخه د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پيل شوی چې ځايي سرتېري يې امنيت نيسي.

د بلوچستان حکومت د نومبر له ۲۸مې د صوبې په پينځو ضلعو کې د ۱۵ ورځو لپاره د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

صوبایي حکومت پرون (د نومبر پر ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ګام یې امنيتي اندېښنو ته په کتو د صوبې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پورته کړی دی.

د اعلامیې ترمخه په پښين، قلعه عبدالله، چمن، ږوب او مستونګ ضلعو کې د وسلو پر نمایش او د موټر سایکل پر غبرګو سپرلیو بندیز لګول شوی دی. خو د سیمې خلک وایي د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره دوی په تګ راتګ کې له مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د پښین یوه اوسېدونکی عصمت الله اڅکزي مشال راډیو ته ويلي چې باید حکومت د خلکو په ستونزو کې نور زیاتوالی ونه کړي. "د دې سیمې ولس غریبان دي. دوی سهار پر موټرسایکلونو مزدورۍ او خپلو کارونو ته ځي. د ۱۴۴مې دفعې په لګولو سره د خلکو ستونزې لا زیاتې شوې دي. زه له حکومته دا غوښتنه کوم چې داسې لارې دې ولټوي چې ولس له کړاوه بچ شي."

د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې دفعې له مخې د څلورو يا تر څلورو زياتو کسانو پر يو ځای راغونډېدو باندې بندېز وي.

د پښین د ضلعې انتظامیې مشر (ډېپټي کمېشنر) یاسر خان بازي مشال راډیو ته ویلي چې تېره میاشت په پښین کې د وسلوالو لخوا پر پولیس سرتېرو حملې شوې وې او په دغو سیمو کې د پولیو ضد مهم روان دی نو ځکه ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

د پښین په ګډون د بلوچستان په شپږو ضلعو کې د نومبر له ۲۸مې څخه د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی چې اووه ورځې به دوام ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG