د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په کاهان کې د پاکستاني پوځ مېجر وژل شوی دی


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ( ای ایس پي ار) د اپرېل پر ۲۲مه ویلي چې تېره شپه وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې دوی په شا وتمبوله. (انځور: ارشیف)
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ( ای ایس پي ار) د اپرېل پر ۲۲مه ویلي چې تېره شپه وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې دوی په شا وتمبوله. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان له اواران سره نږدې په کاهان سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې یو پوځي وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ( ای ایس پي ار) د اپرېل پر ۲۲مه ویلي چې تېره شپه وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې دوی په شا وتمبوله.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د سختو ډزو پر مهال د پوځ یو مېجر ووژل شو او یو بل پوځي ژوبل شو.

پوځ ادعا کوي چې وسله والو ته یې هم سخت زیانونه رسولي دي.

د پېښې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې په بلوچستان کې پر پوځ د وسله والو حملو زیاتره ذمه وارۍ بلوڅ بیلتون پالې ډلې په غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG