پاکستان پر امريکا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ازادولو غږ کړی

د افغانستان بانک داخل: د ۲۰۲۱ز کال انځور

پاکستان پر امریکا يو وار بیا غږ کړی چې افغانستان کې بشري ناورین ته په کتو سره دې د هغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادي کړي او طالبانو ته دې یې د مشروط استعمال اجازه ورکړي.

په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۹مه نېټه په اوونيزه خبرې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار وویل چې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید په بیړنۍ توګه ازادې او موقتي چارواکیو ته دې کارول اسانه شي.

امريکا د د۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هغه هېواد اووه اربه (ميلياردع) ډالر کنګل کړې وې.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.

د یوې پوښتنې په ځواب کې عاصم افتخار وویل چې پاکستان نه غواړي چې کنګل شوې شتمنۍ بې له کوم شرطه ازادې شي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان ته د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرال مایکل کورېلا د سفر پر مهال د دوه اړخیزه چارو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې وې.

جنرال مايکل د اګست پر ۱۸مه نېټه په راولپڼډۍ کې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ليدلي ول.

دا هم وګورئ:

ملګرو ملتونو او چین د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې امريکا وايي د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ سپارلو پلان نه‌ لريطالبانو له امريکا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ازادولو غوښتنه کړېبايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان لاسليک کړ

پاکستان پر امريکا د افغانستان د شتمنيو د ازادولو غږ په داسې حال کې کړی چې واشنګټن په ډاګه کړې چې د شتمنيو د ازادولو هيڅ پلان نه لري. البته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اګست پر ۱۵مه نېټه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.

امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌ الظواهري له وژل کېدو وروسته، اندېښمنه ده چې هسې نه دا پیسې ترهګرو ډلو ته په لاس ورشي. امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان کړی وو چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د هغې وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

نېډ پرایس هم په خپلو خبرو دې ټکي ته اشاره وکړه.

نوموړي وويل: "په افغان خاوره کې د ایمن‌ الظواهري شتون، هغه هم داسې مهال چې د حقاني شبکې مشران پرې خبر و، هغه ژورې اندېښنې لا پیاوړې کوي چې موږ یې ترهګرو ډلو لاس ته د دې پیسو د احتمالي لوېدو په اړه لرو. اوس موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو چې په مټ یې د دې ۳،۵ میلیارده ډالرو اغېز او ګټه د افغانستان خلکو ته ورسېږي، داسې یوه لاره چاره چې ترهګرې ډلې او نور ترینه برخمن نه‌ شي."

د افغانستان د جمهوري حکومت ړنګېدو، د نړیوالو مرستو او پانګونو درېدو او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو له وجې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شو او د هغه هېواد شاوخوا ۴۰ مېلیونه وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌ لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخامخ دي.