د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو او چین د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې


د افغانستان بانک کې داخل: د ۲۰۲۱ز کال انځور
د افغانستان بانک کې داخل: د ۲۰۲۱ز کال انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي، دا مهال افغانستان ته د پیسو لېږد ښايي مثبتې نتیجې ولري.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي هم دې ته وَرته خبره کړې ده.

خو امریکا ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د درې نیم ملیارد ډالرو د خوشې کولو لپاره کوم پروګرام نه‌ لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، چې د روان بشري بحران د کمولو لپاره افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد مهم رول لري.

رامز الاکبروف له کابله د ملګرو ملتونو په دفتر کې خبریالانو ته په انلاین وینا کې، له امریکا وغوښتل چې د جګړه ځپلي افغانستان د اقتصاد د بحالۍ او بیارغونې لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

نوموړي وويل: "زموږ له اړخه، ملګرو ملتونو تل په دې مسله کې څرګند دریځ لرلی دی. له شکه پرته، د نغدو پیسو لېږد او اقتصاد ته داخلي سرچینې، پر اقتصاد او بشري وضعیت مثبته نتیجه لري، ځکه د هغو احیا د فعال اقتصاد لپاره زیات ارزښت لري او کولی شي هېواد هغو شرایطو ته بوځي چې خلک پکې وکړای شي خپل خواړه برابر کړي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، رامز الاکبروف
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، رامز الاکبروف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ ميلیونه وګړي له غذايي بحران سره مخامخ دي. د رامز الاکبروف په وینا، اقتصادي بحران زیات کسان د بېوزلۍ خوا ته ټېل وهلي دي.

بلخوا امریکا ویلي، داسې کوم پلان نه‌ لري چې د افغانستان د نېږدې ۷ ملیارده ډالرو په ارزښت د کنګل شوې شتمنۍ تقریباً نیمايي، چې درې نیم ملیارده ډالره کېږي، د افغانستان بانک ته ورکړي، چې د طالبانو په کنټرول کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د اګست پر ۱۵مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې دغه پیسې په مستقیم ډول افغانانو ته ګټه ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

د دې تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون خبریالانو ته وویل، چې په‌کار ده، د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته دغه هېواد ته وسپارل شي.

نوموړي ويلي: "له هېچا سره دا توجېه نه شته چې د افغانانو شتمني دې کنګل کړي. دوی باید ژر تر ژره دغه شتمني ازاده کړي."

يو کال مخکې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان په اربونه (ملیاردونه) ډالره شتمني کنګل کړه.

وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال د یوه فرمان په لاسلیکولو سره امر وکړ، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمايي دې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي او نیمايي نورې پیسې دې د افغانانو بشري مرستو ته بېلې شي.

دوې اوونۍ مخکې نېږدې ۷۰ اقتصادي متخصصانو له ولسمشر جو بایډن او د امریکا د خزانې له وزیره غوښتنه وکړه، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG