حکومتي کمېټي به د قبایلو ځمکو لانجې هوارې کړای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي چارو وزیر فیصل امین ګنډه پور ویلي، اعلاوزیر محمود خان په قبایلي ضلعو کې د ځمکو لانجو د هواري لپاره د یوې ځانګړې کمېټۍ جوړولو منظوري ورکړې. د صوبايي اسمبلۍ غړي بلاول اپرېدي د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، کمېټي به له جرګو سره ګوري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په یوشمېر قبایلي ضلعو کې د ځمکو لانجو له وجې د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي. خو ایا کمېټي به هغه لانجې حل کړای شي؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.