د ښوونځي مدیره د ماشومانو ساتلو لپاره د کور شیان خرڅوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې د یوې لېسې مدیره په اګست کې پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له خپلې دندې بې برخې شوه. تر هغې وروسته چې د امینې سیفي مېړه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د اتو ماشومانو د ساتلو مسوولیت ور په غاړه شو. اوس چې هغه کار نه لري نو د کور شیان خرڅوي او ماشومانو ته ډوډۍ برابروي. خو سیفي وايي، سودا یې نه کېږي او د ژوند چارې یې ورځ تر بلې اغېزمنېږي. په افغانستان کې د هغې په څېر زرګونه نورې ښځې هم د طالبانو په واکمنۍ کې له دندو لیرې شوې دي. خو طالبان وايي، د شرعي چوکاټ په برابرولو به ښځو ته د دندو اجازه ورکوي. نور د اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.