خيبرپښتونخوا کې د ستختدریزۍ د مخنیوي مرکز جوړولو قانون منظور شو

حکومتي چارواکي وايي، دغه مرکز د ستختدریزۍ د مخنیوي او هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو لپاره جوړوي چې د فکري بدلون لپاره به کار کوي.  

د اګست پر ۳۰مه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په صوبه کې د سختدریزۍ د مخنیوي لپاره د یوه مرکز د جوړولو قانون منظور کړ.

د سختدریزۍ د مخينوي مرکز جوړولو قانوني مسوده د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره د وزیر اعلی سلاکار کامران بنګش اسمبلۍ ته وړاندې کړه.

کامران بنګش د اسمبلۍ له غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دغه مرکز د جوړولو هدف د پرتشدده سختدریزی مخنیوي د عواملو لړ کې د مذهبې مسلکونو، رسنیو، د بشري حقونو ، نړیوالو ادارو او حکومتي ادارو سره په شریکه همکاري کول دي.

نوموړي زیاته کړه: "که موږ د پښتونخوا او د سیمې حالات وګورو نو موږ د پرتشدده تندروۍ له لوی چیلنچ سره مخامخ یو، نو د اعلی وزیر دا غوښتنه وه چې داسې یوه اداره جوړه شي چې هغه د یو تنک ټېنک په توګه کار کوي، په دې اداره کې به د سختدریزۍ په مخنیوي څېړنې کېږي او د دې مقصد دا دې چې په ټولنه کې د زغم او برداشت د پرمختګ لپاره کار وکړو، په دې کې به موږ له بېلا بېلو مسلکونو سره مشاورت هم کوو او سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه به هم جوړوو."

د اسمبلۍ غونډې پر مهال د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې غړې نعیمه کشور د دغه مرکز په اړه وویل، دغه یوه نړیواله مسیله ده او فکر نه کوي چې صوبایي حکومت به یې کنټرول یا مخنیوي وکړای شي.

دا هم وګورئ:

په خيبر پښتونخوا کې د نشو د مخنيوي په اړه په صوبايي اسمبلۍ کې بحثد جانيخېلو او حکومت تړون: تر اوسه پر کومو خبرو عمل شوی؟د قبايلي ضلعو لپاره د بجټ ۱۸۴ اربه روپۍ پر څه لګېدلې؟خېبر پښتونخوا پر ماشومانو د جنسي ځورونو ضد قانون کې بدلون کوي‌

خو کامران بنګش وايي چې دوی په دې اړه سمه پوهه نه لري البته د دې ادارې په قانوني مسوده کې یوازي یوه نکته د فاينانشل اېکشن ټاسک فورس په اړه ده چې کومې حکومتي ډلې د ناقانونه پیسو د څارنې د ادارې یا (اېف اې ټي اېف) لپاره کار کوي نو دا اداره به هغوی ته هم تکنیکي مرسته ورکوي خو هغه د دې ادارې په کار کې ډېر یو وړوکې جز دی او د دې مطلب دا نه دې چې دا اداره د اېف اې ټي اېف له کار سره محدوده ده.

د قانون ترمخه د پر تشدده سختدریځۍ د مقابلې د مرکز لپاره بورډ جوړ شوی چې مشري به يې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی کوي او د لوړو ‌زده کړو وزیر یا سلاکار، د لوړو زده کړو، داخله چارو او قانوني چارو سیکرېټران، د سرکاري پوهنتون وایس چانسلر، د پښتونخوا اسمبلۍ یوه ښځینه غړي او د ترهګرۍ ضد ادارې یو استازی به د مرکز په بورډ کې شامل وي.