په پنجاب کې د بس او ټرک ټکر ۲۸ کسان وژلي

دا د ۲۰۱۴ کال تصویر دی چې پکې د ډېره غازي خان هغه بس ښکاري چې د يو ټرېلر سره د جنګېدو له امله پکې ۴۱ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې د سپرلو د يو بس او ټرک جنګيدو په پېښه کې ۲۸ کسان مړه شوي دي.

پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې ويلي چې د جولای په ۱۹مه شوې دغه پېښه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

پولیس وايي چې بس د سيالکوټ نه راجن پور ته روان وو چې د ډېره غازي خان په جوک يار شاه سيمه کې د ټرک سره وجنګيدو. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کال کې هم په ډېره غازي خان کې د ورته ټکرونو له امله په ترتیب سره ۴۱ او ۲۳ کسان وژل شوي وو.

دا هم وګورئ:

بلوچستان: ترافیکي پېښه ۲۵ کسان وژل شويلسبېله کې د سورلۍ بس اوښتی، ۱۴ تنه مړه او ۱۲ ژوبلبلوچستان: خضدار کې د زیارتیانو بس اوښتی، ۲۳ تنه مړهد بلوچستان "قاتل سړکونه": د ترهګرۍ تر پېښو یې مرګ ژوبله ډېره ده

په بس کې سپاره زیاتره کسان هغه مزدوران وو چې د لوی اختر د لمانځلو لپاره له خپلو کار ځايونو څخه کورونو ته روان وو.

پولیس وايي په ژوبل شوو کسانو کې د ځينو روغتیايي حالت ښه نه دی نو ځکه د مړو شمېر زیاتېدلی شي. د پاکستاني رسنيو ترمخه، په بس کې له۷۰ څخه زيات کسان سپاره وو.

ژوبل کسان د ډيره غازي خان ډي اېچ کيو او ټيچنګ روغتونونو ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې د خرابو سړکونو ، د ګاډو د مناسبې خصمانې د نشت والي او د ټرافیکي قوانينو د خلاف ورزۍ له امله هر کال په زرګونو کسان مړه کيږي.