د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسبېله کې د سورلۍ بس اوښتی، ۱۴ تنه مړه او ۱۲ ژوبل


چارواکي وايي، له پنجګوره کراچۍ ته روان د مساپرو بس اوښتی چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.
چارواکي وايي، له پنجګوره کراچۍ ته روان د مساپرو بس اوښتی چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

په بلوچستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، دا پېښه نن(د فېبروۍ پر دویم) سهار په لسبېله سیمه کې مخې ته راغلې ده.

چارواکي وايي، له پنجګوره کراچۍ ته روان د مساپرو بس اوښتی چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د سیمې پولیس وايي، په مړو شویو او ژوبلو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د چارواکو په وینا، د لومړنیو پلټنو له مخې دا پېښه د تېز رفتارۍ له وجې مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي چې پکې خلکو ته د سر زیان اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG