د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ګاډو ټکر: ۵ مړه، ۲ ژوبل


په شمالي وزيرستان کې د ريسيکو ۱۱۲۲ يو ایمبولینس ګاډي او ټرک ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د شمالي وزیرستان ریسکیو ۱۱۲۲ او ضلعي انتظامیې چارواکي وايي چې دغه پېښه د فرورۍ پر نهمه د بنو - میرامشاه سړک سیدګي پوستې ته نېږدې هغه وخت رامنځته شوه چې په ایمبولینس کی یې د زړه یو ناروغ له میرامشاه څخه بنو ته انتقالاوه.

د ميران شاه روغتون چارواکي وايي، په ایمبولینس کې دغه ناروغه تن او د کورنۍ دوه نور غړي، یو ډرایور او یو د ریسکیو اهلکار وژل شوي دي. په دې ټکر کې د دوی په دوه ژوبل کسان بنو ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG