د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات کبل کې ټرافیکي پېښه کې ۲۴ کسان ژوبل شوي


کبل کې د ټرافیکي پېښې ځای چې پکې ۲۴ تنه ژوبل دي. ۲۰۲۰، ۲۹ اکتوبر
کبل کې د ټرافیکي پېښې ځای چې پکې ۲۴ تنه ژوبل دي. ۲۰۲۰، ۲۹ اکتوبر

د سوات په کبل کې د اکتوبر ۲۹مې پر سهار په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۴ کسان ژوبل شوي. د کبل د پولیسو مشر ډي اېس پي شېر افسر خان له پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو کې زیاتره یې د سکول ماشومان دي.

د چارواکو ترمخه دا پېښه هغه وخت وشوه کله چې په په کبل تحصیل کې نن سهار د سکول ماشومانو یو ګاډې له نورو ګاډیو سره وجنګېد.

د سوات د سېدو شریف روغتون مشر ډاکټر سلیم خان نن مشال راډیو ته وویل په ژوبلو کې د څلورو ماشومانو او یو ډراییور حالت نازک دې، او زیاتره ژوبل تنان د درملنې وروسته فارغه کړل شوي دي.

پولیس وایي پېښه د تېز رفتارۍ له وجې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG