ننګرهار کې وسله والو پینځه وېکسینېټران وژلي

په ننګرهار کې د پولیو کمپاین. انځور-ارشیف

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د جون پر ۱۵مه نېټه سهار په درې جلا جلا پېښو کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو پینځه وېکسینېټران وژل شوي او دوو نورو وېکسینېټرانو په ګډون پینځه تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي، پر وېکسینېترانو برید د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې ښارګوټي کې شوی دی چې پینځه وېکسینېټر پکې وژل شوي او بل هغه ټپي شوی دی. دویمه پېښه د سره رود ولسوالۍ اړوند شوې چې دوه تنه وېکسینېټران پکې ټپیان شوي دي او دوه تنه نور د جلال اباد ښار اړوند درېیمه ناحیه کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو ټپیان کړي دي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپله ټویټر پاڼه یادې پېښې غندلې او زیاته کړې یې ده،"وېکسینېټران زموږ د ماشومانو د ژوند ژغورلو په موخه کور په کور د څاڅکو اچولو په موخه ګرځي او ژوند ژغوري، خو د انسانيت دښمنان د دوی ژوند اخلي."

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د کتلوي معافیت امر ډاکټر جان محمد صاحبزاده وایي، د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین د جون پر ۱۴مه پیل شوی و او سر له ننه تر نامعلوم وخته وځنډول شو.

دا هم وګورئ:

په جلال اباد کې د پولیو واکسينو د کمپاين ۳ کارکونکې ووژل شوېد بیان ازادي خطر ته مخامخ ده: افغانستان بشري حقونو کمېشنننګرهار ناامني: یوه ډاکټره او اووه مزدوران وژل شويننګرهارۍ مېرمنې اوربند او سوله غواړي

ټاکل شوې وه چې په دې کمپاین کې به په ننګرهار کې شاوخوا اوه سوه زره هغو ماشومانو ته د پولیو په ضد د واکسینو دوه څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پینځو کلونو کم وي.

د یادو پېښو مسوولیت لا تر دې دمه چا نه دی منلی.

د ذکر وړ ده چې د پولیو پر ضد د واکسینو د کمپاین په تېره دوره کې هم په جلال اباد ښار کې درې تنه ښځینه وېکسینېټرانې ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژلې وې.