پاکستاني چارواکيوايي غواړيد روس سره په بېلابېلو برخو کې ښه تعلقات ولري.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اپرېل په ۷مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا ګڼ اړخيزه اړيکې جوړول د پاکستان په لومړيتوبونو کې دي.
په دې خبري غونډه کې چې د روس بهرنيوو چارو وزیر سرګې لاورووف هم پکې وو، قرېشي زیاته کړه چې پاکستان د لاوروف د دوه ورځني سفر پر مهال هغه سره په امنیتي، دفاعي، د ترهګرۍ ضد هلو ځلو او د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
We are confident that this visit will give further momentum to our deepening friendship and we remain committed to expanding our relations in diverse areas through further high-level contacts. 🇵🇰 🤝 🇷🇺 pic.twitter.com/3yHKGCT7JQ
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) April 7, 2021
د قرېشي په وېنا د دې تر څنګ د سيمې پر امنيت، توانايي، تجارت او د شمال جنوب ګېس پايپ لاين منصوبې په اړه هم بحث وشو. د روس بهرنيوو چارو وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکليچې د پاکستان سره د ترهګرۍ په ضد پر کار سربېره اقتصادي راکړه ورکړه زیاتول غواړي.
ورته خبرې سرګې لاوروف هم په یاده خبري غونډې کې وکړي او وې ويل چې په اقتصادي چارو کې د اسلام اباد او مسکو اړيکې لا زیاتېدلی شي.
د یادونې ده چې د افغانستان د جګړې له امله د پاکستان او روس اړيکې بيخي خرابې وي. روس په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته خپل پوځيان ليږلی وو. پاکستان د امریکې سره لاس یو کړ او د هغو مجاهدينو ملاتړ یې وکړ چې د روسي ځواکونو او د هغه وخت د افغان حکومت په خلاف جنګېدل.
دا هم وګورئ:
پاکستان د روسي ځانګړي استازي ورتګ ګټور بللید مسکو غونډه به د افغان سولې له هڅو سره مرسته وکړي؟"طالبانو له روسانو درنې وسلې غوښتې"افغانستان: نوې سړه جګړه او نوي کردارونهخو اوس دواړو د اړیکو سمولو پر خوا ګامونه اخیستي دي. پاکستاني او روسي ځواکونو شریک مشقونه هم کړي او د تجارت لپاره هم څو ځل د وفدونو په کچه خبرې شوې دي. همداراز پاکستاني تجارانو له روس څخه د کورونا وایرس واکسين هم اخیستي دي.
د سرګې لاوروف دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. روس تیره میاشت په ماسکو کې یوه کانفرانس هم راجوړ کړی وو، چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون په کې د افغان حکومت او طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.