د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبانو له روسانو درنې وسلې غوښتې"


درې ورځې مخکې افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايي قوماندان، جنرل جان نيکولسن خبريالانو ته وويل په مسلسل ډول ورته داسې رپورټونه راځي چې روس طالبانو ته وسلې ورکوي. مسکو طالبانو سره خپلې اړيکې نه ردوي خو وايي وسلې يې نه دي ورکړې.

په کابل کې د سولې مطالعاتو او شخړو حل مرکز يو څيړونکی، حکمت الله اعظمي نن مشال ريډيو ته وويل چې د څيړنې په مهال يې داسې معلومات تر لاسه کړې چې له مخې يې طالبانو له روسانو څخه د کلاشنکوفونو او وړو وسلو اخيستل رد کړې وو او د لوی وسلو غوښتنه يې کړې وه.

نوموړي وويل: ((روسان او طالبان افغانستان کې دوه مشترکې ګټې لري. يوه د داعش وسله والې مخه نيول دي او بل د امريکايي ځواکونو شتون دی. موږ ته د رسيدلو معلوماتو ترمخه طالبانو له روسانو غوښتې وو چې د الوتکو او هيلي کاپټرو ويشتلو لپاره وسلې ورته ورکړي. نو که دا وسلې ورکړل شوي وي، دا ساده وسلې نه دي ځکه چې وړې وسلې طالبان په افغانستان کې پخپله هم پيدا کولی شي. زه دا معلومات هم لرم چې د روسانو د کندوز د سقوط لپاره د طالبانو سره له دې وجې مرسته کړې وه چې د داعش د راپورته کېدونکي قوت مخه ونيسي.))

که روس فکر کوي چې د داعش په وړاندې د طالبانو سره په همکارۍ کې د دوی ګټه ده نو دا غلط فکر دی. پخپله د طالبانو جنګ د داعش د رامنځته کېدو او قوت سبب کيږي.

يو افغان چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته ويلي چې روسانو سره د طالبانو اړيکې پاکستان جوړې کړې دي. پاکستان په ۱۹۸۰ مو کلونو کې افغانستان کې د روسي ځواکونو پر ضد د افغان وسله والو مجاهدينو سره مرسته کوله خو اوس د دواړو اړيکو ښه کېدو په ترڅ کې نيزدي يوه مياشت مخکې د پاکستان پوځ څو روسي جنرالان وزيرستان ته بيولي وو. اسلام اباد د طالبانو د ملاتړ د تورونو په ځواب کې تل ويلي چې دوی د سيمې امنيت لپاره ژمن دي.

افغانستان کې د دومره هيوادونو ترمنځ سيالي به د سيمې پر امنيت څه اغېز ولري؟ د سياسي چارو کارپوه اباسين بريال وايي: ((داسې خوشبينې شته چې امريکايان غواړي افغانسان کې داعش د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې له منځه يوسي او طالبان هم کمزوري کړي. که داسې وشي، روسان به دلته د ورانۍ لپاره خپل اغېز تر ډېره ونه ساتي خو که دې کار کې لږ غفلت هم وشي، دې سره به داعش ختم شي خو طالبان به په يو داسې لوی وقت بدل شي چې جګړه به یې نه کنټروليدونکې وي.))

درې مياشتې مخکې په مسکو کې د افغانستان په اړه روسي، چيني او پاکستاني چارواکو غونډه کړې وه چې افغان چارواکي ورته نه وو بلل شوي. تر دې غونډې وروسته غوښتنه شوې وه چې ملګري ملتونه دې پر طالبانو بندېزونه ليري کړي. افغان حکومت پر دې غونډه سخت اعتراض او نيوکې کړې وي.

څيړونکی حکمت الله اعظمي وايي روسان بايد د طالبانو وسله والې ډلې پر ځای افغان حکومت سره اړيکې وساتي. هغه زياتوي: ((که روس فکر کوي چې د داعش په وړاندې د طالبانو سره په همکارۍ کې د دوی ګټه ده نو دا غلط فکر دی. پخپله د طالبانو جنګ د داعش د رامنځته کېدو او قوت سبب کيږي. دا کار به جګړه هغه حد ته يوسي چې کنټرول به يې مشکله وي.))

ويډيو: 'که روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، واشنګتن به یې مخه ونیسي'

'که روسیه طالبانو ته وسلې ورکړي واشنګتن به یې مخه ونیسي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

XS
SM
MD
LG