د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د روسي ځانګړي استازي ورتګ ګټور بللی


د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته سفر ګټور وباله او وايي چې له هغه سره یې د سيمې او افغانستان پر حالاتو هراړخیزه خبرې وکړې.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې ته د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وویل د جنورۍ پر ۲۹مه د روسي استازي ضمير کابلوف په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او خارجه سيکترې تهمينه جنجوعه سره بېل بيل ملاقاتونه وکړل او خپلمېنځي اړيکو پشمول د سيمې په حالاتو او افغانستان کې د امنيت په وضعه يې خبرې وکړي.

د نوموړي وينا وه شاه محمود قرېشي سره ملاقات پرمهال دواړو چارواکو پر دې اتفاق وکړو چې افغانستان کې امن عمل پحقله به خپلمېنځي سلا مشورې جاري ساتلو سره سره په دې سيمه او افغانستان کې د تل پاتې امن لپاره په ګډه کوښښونه کوي ځکه چې پرامنه افغانستان د دې سيمې په ګټه دې.

د ذکر ده چې په تيرو وختونو کې روس د افغانستان په اړه د يو شمير سيمه ييزو هيوادونو غونډې کړې دي او د تير کال په نومبر مياشت کې د افغانستان سولې په اړه يوه ورځنۍ غونډه په ماسکو کې کړې وه چې پکې د طالب استازو او د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي نه علاوه پاکستان، امريکا، چين، ايران، ترکمانستان، ازبکستان او روس استازو هم ګډون کړې وو.

دې ترڅنګه د پاکستان د بهرنېو چارو وزير شاه محمود قرېشي هم د ډيسمبر مياشت په اخري اونۍ کې د کابل، تهران، بيجنګ او ماسکو دورې کړې وې او د ېادو ملکونو چارواکو سره په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره په پېل شوو نوېو هڅو خبرې کړې وې.

خبرېال او سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي روس کوښښ کوي چې په افغانستان کې د امنيت وضعه ښه شي ځکه چې یاد ملک انديښنې لري په افغانستان کې بې ثباتي به مرکزي اسيا ته هم ورسېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د امن لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره اونۍ په دوحه کې له طالب استازیو سره شپږ ورځې مذاکرات وکړل د کوم ورستو چې دواړو خواو وويل د قطر په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

که څه هم وسله وال طالبانو له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار کوي او پر دې یې ټينګار دی چې د سولې هوکړې ته تر رسيدو مخکې بايد بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د جنورۍ پر ۳۰ مه نېټه له په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته په یو غږیز پیغام کې وویل چې طالبان له خپلو هیوادوالو سره په داسې افغانستان کې اوسېدل غوړي چې پکې هر څوک شامل وي او له ډله یې په راتلونکي کې په حکومتي نظام کې یوازې واک نه کول غواړي بلکې له اوسنیو ادارو سره به په ګډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG