د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسکو غونډه به د افغان سولې له هڅو سره مرسته وکړي؟


د روسیې د کرملین ماڼۍ
د روسیې د کرملین ماڼۍ

د دې کنفرانس تنظیموونکو د فبرورۍ پرلومړۍ نېټه په یوه بیان کې وویل چې هدف یې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواو سره مرسته ده چې په خپلو دریځونو کې اختلاف کم کړي.

دې کنفرانس ته له اروپايي هېوادونو هم یو شمېر مخکښ افغانان وربلل شوي دي.

د غونډې تنظیموونکو ویلي چې د پاکستان او ایران استازي هم برخه په کې اخیستلای شي.

د غونډې د تنظیموونکو بیان د جمعې پر ورځ د روسيې خبري اژانس تاس خپور کړی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د دوی له نظره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې کولای شي چې غلط فهمۍ لېرې کړي او په بحران کې ښکېلې خواوې سره نږدې کړي.

د مسکو غونډې ته د طالبانو استازي هم وربلل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دوی یو پلاوی به د مسکو غونډې ته ورشي.

​شاهین زیاته کړه چې یو شمېر مخور افغانان به چې په حکومت کې نه دي، خو په ټولنه کې نفوذ لري، د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.

هغه وویل چې له افغانانو سره خبرو ته تیار دي.

سهېل شاهین وایي: "هغلته مشران راځي، په مسکو کې به د افغانانو لویه غونډه وي چې موږ به هم یو لوی پلاوی ور واستوو او پر دې به خبرې وکړو چې په افغانستان کې دایمي سوله څرنګه ټینګولای شو.

خو طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان له حکومت سره نه غږېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې د دوی له لوري څوک د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د مسکو کنفرانس د بین الافغاني خبرو له پیل سره څومره مرسته کولای شي؟

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د مخکني حکومت ځانګړی استازی جیمز دبېنز باور څرګندوي چې دا د طالبانو د استازو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو له پیل سره جدي مرسته نه شي کولای.

جیمز دبېنز د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل: "روسیه غواړي چې په دې مسئله کې دخیله وي، روسیه هڅه کوي چې یو ورل ولوبوي او غواړي چې د یوه نړیوال قدرت په څېر څرګنده شي، خو زه فکر نه کوم چې روسیه ډېر پیاوړی اغېز ولري."

په مسکو کې غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره ګوري.

زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر۳۱مه پر ټوېټر ولیکل چې د بین الافغاني خبرو د پیل او د بشپړ اوربند پر ټینګولو باید کار وشي او پر دې مسئلو چې حیاتي اهمیت لري، خبرې کېږي.

خلیلزاد وویل چې په دې اړه کار ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG