د پاکستان ولسمشر ډاکټر محمد عارف علوي او د دفاع وزير پروېز خټک په کورونا ناورغۍ اخته شوي دي.
ولسمشر او دفاع وزير دواړو د مارچ پر ۲۹مه په جلا جلا ډول پر ټويټر پاڼو ليکليچې د دوی د ټيسټ نتیجې مثبتې راغلې نو ځکه یې ځان له نورو خلکو يوازې کړی دی.
دوی په ولس غږ کړی چې دا ناروغي جدي واخلي او د مخنيوي په احتياطي تدابيرو يې عمل وکړي. دوی دواړو د مارچ په ۲۵مه د پاکستان ورځې په مناسبت شوې دستوره کې ګډون کړی وو. هلته د پوځ مشر او نور چارواکيهم موجود وو. د هغوی د کورونا وایرس ټيسټ په اړه څه نه دې ويل شوي.
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِاور جب میں بیمار ہوتا ہوں تو وہی شفا دیتا ہےمیرا کورونا ٹیسٹ مثبت آیا ہے۔ اللّٰہ کورونا سے متاثر لوگوں پررحم فرمائے۔ میں نے کورونا ویکسین کی پہلی ڈوز لگوائی لیکن اینٹی باڈیز دوسری خوراک کے بعد بننا شروع ہوتی ہیں۔ براۓ مہربانی احتیاط جاری رکھیں۔
— Dr. Arif Alvi (@ArifAlvi) March 29, 2021
تر دې مخکې د پاکستان وزیراعظم، عمران خان هم د کورونا وایرس واکسينو کولو دوه ورځې وروسته په دې وایرس اخته شوی وو. د هغه په څېر، ولسمشر عارف علوي څو ورځې مخکې د کورونا وایرس واکسينو لومړۍ ستنه وهلې وه.
پاکستان د چين ساينوفام واکسين کاروي چې په دوو ستنو کې کېږي. ډاکټران وايي د دې واکسينو اغېز په بدن کې له دوه هفتو څخه تر درې هفتو وخت اخلينوځکه یې پر موثريت شک نه دی پکار.
په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې د مارچ په ۳۰مه ليکلي چې په دې ملک کې په تېر يو شواروز کې ۴۱ کسان له کورونا ناروغۍ مړه شوي او څه باندې ۴۵۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.
په ټوله کې د مارچ تر دېرشمې پورې شپږ لکه ۶۰ زره کسان کورونا وايرس وهلي چې ۱۴ زره ۲۵۶ ورڅخه مړه شوي او څه باندې پينځه لکه ۹۸ زره ورڅخه رغېدلي هم دي.