ډېره اسماعیل خان: چاوڼۍ مخې ته د جنډوله اوسیدونکو احتجاج دوام لري

دوی وايي، ۱۷۳ دوکانونه یې جوړ شوي دي خو نور لا هم داسې پاتې دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د جنډوله سیمې خلکو احتجاج دوام لري. دوی له تېرو پنځو ورځو راهېسې هلته پرلت غځولی.

دوی وايي، پوځ چې په ۲۰۰۹کې عملیات کول نو د هغوی کورونه هم پکې ړنګ شوي وو چې د جوړولو لپاره یې تر دې دمه معاوظه نه ده تر لاسه کړې.

احتجاج کوونکي د خپل پرلت د لمن د غځولو دړکه کوي

یو احتجاج کوونکي عبیدالله بیټني د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو خلاف د اپریشن راه نجات پر وخت دوی کډوال شول، کورونه یې ړنګ شول او د جنډوله بازار په مکمله توګه تباه شو خو معاوضه ورته تر اوسه نه ده ورکړل شوې او نه هم ورته کوم چارواکی د دوی غوښتنو اورېدو ته ورغلی دی.

ده وویل چې ۱۷۳ دوکانونه یې جوړ شوي دي خو نور لا هم داسې پاتې دي.

دا هم وګورئ:

ځینو ښارونو کې د پي ټي اېم لاریونونه د پښتونخوا میپ د کلاسیف الله د دوو غړیو د تښتولو ضد لاریونونهد هنګو خلک د نړول شویو کورونو تاوان لپاره احتجاج کوي


د ټانک ځايي انتظاميې د احتجاج کوونکو د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تېره اوونۍ د ډیره اسماعیل خان کمېشنر یحی اخونزاده مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې ۵۰ فیصده دوکانونه وار له مخه جوړ شوي او د پاتې نورو د تعمیرولو منظوري ورکړل شوې ده.

احتجاج کوونکو وویل، که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو مجبور به شي چې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر کور مخې ته خپل پرلت وغځوي.

په دې اړه بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دیره اسماعیل خان کې د ځايي خلکو پر لت