د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګو خلک د نړول شویو کورونو تاوان لپاره احتجاج کوي


د احتجاج مشران وايي‌ د ډيپټې کمشنر د دفتر مخې ته به یې په احتجاج کې په زرګونو خلک ګډون کوي او ښځې او سړي به ځانونه هم سوځوي.
د احتجاج مشران وايي‌ د ډيپټې کمشنر د دفتر مخې ته به یې په احتجاج کې په زرګونو خلک ګډون کوي او ښځې او سړي به ځانونه هم سوځوي.

د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې ولس وايي که حکومت يې د ړنګ کړل شوو کورونو معاوضه ورنکړه او د تجاوزاتو په نامه يې د دوي کورونه او بازارونه ورانول ونه درول نو د هنګو ضلعې د ډيپټي کمشنر دفتر مخې ته به د نومبر په دويمه د احتجاج په توګه اجتماعي خود سوزي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۹مه د هنګو ضلعې انتظامیې په ټل روډ د قاضي پمپ په سیمه کې د مارکيټونو تر څنګ يو شمير کورونه ړنګ کړل.

په سیمه کې د يو مارکيټ مالک نور رحمان د نومبر پر لومړۍ نيټه مشال راډيو ته وويل چې که انتظاميې دا کاروایايي بنده نکړه نو د نومبر پر دويمه به احتجاج کوي.

ده وویل، "درې ورځې مخکې انتظاميې زما د مارکيټ ۱۵ دوکانونه ونړول، داسې یې شاوخوا سیمو کې کورونه هم ړنګ کړل."

ده وویل حکومت وايي دا د صوبايي حکومت دا سرکاري مځکه ده نو داسې خو بیا ټول هنګو د صوبايي حکومت ملکيت دی.

ده زیاته کړه، "د ا مالومه خبره ده چې دلته خو د قبضې په بنیاد د جايدادانو ملکيت وي."

ده وویل چې د ډيپټې کمشنر د دفتر مخې ته به یې په احتجاج کې په زرګونو خلک ګډون کوي او ښځې او سړي به ځانونه هم سوځوي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د هنګو پخوانی استازی او د تجاوزاتو پرضد د حکومتي کاروایانو د متاثرينو د ډلې مشر عتیق الرحمان د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې ته یې د دې کاروایۍ د بندولو او د ورانو شوو کورونو د تاوان ادا کولو لپاره پنځه ورځې مهلت ورکړی دی.

ده وویل، "دوي ( انتظامیېې ) نيږدې ۵۰ کورونه په جزوي توګه او د۷۰ کورونو چتونه غورځولي دي، ولس بیا افغانستان ته تلوونکې د پاراچنار لاره تر پنځو ساعتو د احتجاج په توګه بنده کړې وه."

ده وویل چې د تحریک انصاف په حکومت کې یوازې له خلکو روزګار اخیستل کېږي او د خلکو کورونه ورانېږي.

د هنګو ضلعې ډپټي کمشنر منصور ارشد خټک د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا کاروايي د صوبايي حکومت په لارښوونه او د سپريم کورټ د هغې پرېکړې په رڼا کې کړې ده چې سرکاري مځکې دې سرکار په خپله ولکه کې واخلي.

ده وویل، "په هنګو کې ګڼ شمیر خلک پر ریاستي مځکو اباد دي، دوي ته موږ دوه درې ځله خبرداری ورکړی وو چې په سیمه کې پر د دې مځکو پر خرڅولو او تعمیراتو بندیز دی."

منصور ارشد خټک زیاته کړه چې دې خلکو نه یوازې قانوني خبرداریو ته ځواب نه وایه بلکې پر سرکاري مځکو یې تعمیرات هم کول.

د هنګو ضلعې د ډيپټي کمشنر منصور ارشد خټک په خبره د ملکيت د قانون د سیکشن پنځه له مخه دې خلکو ته په ۱۹۹۲ کال کې د هنګو يو شمیر خلکو ته د هغه وخت وزير اعلا افتاب شیر پاو ملکيتي حقوق ورکړي ول خو په ۲۰۱۷م کال کې هنګو ته د وزیر اعلا پرويز خټک د سفر پر مهال د اعلان باوجود د هغه وخت صوبايي کابينې د دا ډول ملکيتي احکاماتو منظوري نه وه ورکړې.

XS
SM
MD
LG