د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینو ښارونو کې د پي ټي اېم لاریونونه


ارشیف: پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ز راهیسې جلسې، مظاهرې کوي. دا اکتوبر کې د بنو غونډې انځور دی.
ارشیف: پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ز راهیسې جلسې، مظاهرې کوي. دا اکتوبر کې د بنو غونډې انځور دی.

پراګ - د جون پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو په شمالي وزیرستان کې د تاوتریخوالي او بیا په پېښور کې د پرلت ختمولو حکومتي هڅې پر ضد د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې احتجاجونه کړي دي.

پر همدې ورځ د ډېره اسماعیل خان پولیسو د غورځنګ د یوه مخکښ غړي ادریس پښتین نیولو تصدیق هم وکړ.

د ښار پولیسو مشر سلیم ریاض د غږ نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه او ۱۸مه د ټانک په سټي تاڼه کې د پښتین ضد دوه پرچې دایرې شوې وې چې پکې پر نوموړي په ولس کې "د ګډوډۍ پیدا کولو، د دولت ضد پارونې او د لاوډ سپیکر" ناسم استعمال تورونه دي.

هلته د غورځنګ یوې مشرې وړانګې لوڼۍ د جون پر شپږمه وویل، د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د ډزو په پېښه کې د مرګ ژوبلې او بیا د جون پر درېیمه د پولیسو له خوا په پېښور کې د غورځنګ پلویانو د پرلت ختمولو پر ضد د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشته سیمو کې مظاهرې او لاریونونه وشول.

دا مظاهرې په کلاسیف الله، موساخېلو، سنځاوۍ، بوري (لورالايي) او ژوب کې شوي چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ.

ډېره اسماعیل خان کې پولیسو تر یوې اوونۍ پر جلسو، مظاهرو بندیز لګولی
سلیم ریاض

لوڼۍ د کلا سیف الله په احتجاج کې ګډون وکړ او ویې ویل چې پولیسو یې اجازه نه وه ورکړې خو پر دې سربېره ګڼ خلک ورغلي ول:

"[د کلا سیف الله احتجاج] ته علاقايي خلک راغلي ول او اختر دی نو له شاوخوا څخه مساپران وروڼه هم مظاهرې ته راغلل. له کلا سیف الله نه بغیر دلته په موساخېلو کې مظاهره وشوه، په لورالايي کې، په سنځاوۍ کې او په ژوب کې مظاهرې وشوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ چې هر وخت احتجاج وي، مظاهره وي،جلسه وي نو زموږ د پښتنو قامپرست ګوندونه هغه وخت له موږ سره په دې کې ګډون کوي، د دوی خلک، د دوی مشران له موږ سره [هرو مرو موجود] وي."

په عین وخت کې، د غورځنګ پلویانو د جنوبي وزیرستان په واڼه کې هم احتجاجي لاریون وکړ خو د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض وايي، د غورځنګ مشرانو ته یې ویلي مظاهره و نه کړي ځکه چې د جون له شپږمې نېټې څخه یې تر یوې اوونۍ پورې په ښار کې د قانون ۱۴۴مه دفعه (ماده) عملي کړې چې ورسره سم د خلکو پر جلسو او مظاهرو بندیز دی.

له کلا سیف الله نه بغیر دلته په موساخېلو کې مظاهره وشوه، په لورالايي کې، په سنځاوۍ کې او په ژوب کې مظاهرې وشوې.
وړانګه لوڼۍ

ده ګواښ وکړ چې که چا د سرغړونې هڅه وکړه نو پولیس به یې ونیسي.

غورځنګ وايي، وار له مخه یې شاوخوا ۳۰ پلویان ګرفتاره دي چې پکې زیاتره یې د هریپور په زندان کې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مشرې ثنا اعجاز په وینا، د جون پر درېیمه د پېښور پرلت ختمولو پر مهال له ګرفتارو کسانو څخه دوه زندانیان دي، خو نور پولیسو خوشې کړي:

"[پولیسو] صرف قاضي طاهر او حامد وزیر جېل ته واستول ځکه چې پر قاضي طاهر د تېرو جلسو اېف ای ارونه هم ول او پر حامد وزیر [د ولسي امن ګډوډولو] او لاوډ سپیکر [ناسم] استعمال [تورونه دي]، نو هغوی یې جېل ته کړل او نور یې ټول رها کړل. له هغې علاوه د ډېره اسماعیل خان، بنو او ټانک [مظاهرو پر وخت ګرفتاره] کسان هم په جېل کې دي، په هغوی کې زیاتره په هریپور کې دي. خو له هغوی یو څو کسان رها شول خو چې پر چا [پخوانۍ مقدمې وې] هغه لا په جېل کې دي. نو ټول تقریباً ۳۰ کسان [زندانیان] دي."

ثنا اعجاز زیاتوي چې د پېښور تر پرلت وروسته پولیسو په ښار کې پر جلسو او غونډو بندیز لګولی.

دا مظاهرې او احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې غورځنګ وویل، د مې پر ۲۶مه، د خړ کمر پر پوستې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې ۱۴ کسان ووژل او له ۴۰ زیات ژوبل شول.

ټول تقریباً ۳۰ کسان [زندانیان] دي.
ثنا اعجاز

د پاکستان پوځ پر هم هغې ورځ په بیان کې وویل چې د شمالي او جنوبي وزیرستان پارلېماني استازو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شول.

پوځ په هغه بیان کې ویلي ول چې په ځوابي ډزو کې یې درې کسان وژلي او ۱۰ ژوبل کړي.

پوځ دا هم ویلي ول چې علي وزیر یې نیولی چې وروسته دوه ځلې په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی او اوسمهال په زندان کې دی.

وروسته پوځ په یوه بل بیان کې وویل چې په ژوبلو سرتېرو کې یې یو مړ شو.

د خړ کمر پېښې ضد په میرامشا کې پرلت پیل شو او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.

د میرامشا پرلت د مې ۲۹مې پر ماخوستن د حکومت په استازیتوب د قبایلي مشرانو د ننواتې په نتیجه کې پای ته ورسېد او محسن داوړ ځان امنیتي سرتېرو ته وسپاره.

هغه هم په بنو کې عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته اوس د پلټنو لپاره په زندان کې دی.

XS
SM
MD
LG