د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا میپ د کلاسیف الله د دوو غړیو د تښتولو ضد لاریونونه


کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویان په کلاسیف الله کې د خپلو دوو ګوندي ملګرو د تښتولو او وهلو پرضد د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري په مشرۍ لاریون وکړ. ۲۰۲۱، ۲۰ جنوري
کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویان په کلاسیف الله کې د خپلو دوو ګوندي ملګرو د تښتولو او وهلو پرضد د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري په مشرۍ لاریون وکړ. ۲۰۲۱، ۲۰ جنوري

د بلوچستان په قلعه سیف الله ضلع کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دوو ځايي مشرانو د تښتونې پرضد په کوټه، قلعه سیف الله او لورلايي کې احتجاج شوی دی.

د جنورۍ پر ۲۰مه(پرون) په قلعه سیف الله کې ناڅرګنده وسله والو هغه وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند قلعه سیف الله ضلعې سينير معاون سیکرټري سیداکبرخان او نصیب وطنپال له ډزو وروسته وتښتول شول کله چې دوی د ګوند د دفتر مخې ته ولاړ ول.

د پېښې پر ضد نه یوازې په قلعه سیف الله کې دوکانونه او مارکېټونه په احتجاج کې بند شوي ول بلکې دکوټې ـ ږوب لویه لاره هم دټرافيک پر مخ تړل شوې وه.

پر دې سربېره په قلعه سیف الله او کوټه کې احتجاجي مظاهرې هم وشوې. په کوټه کې د پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر غړي زبیر شاه اغا تور پورې کړ چی په صوبه کی د ناامنۍ تر شا هغه وسله والې ډلې لاس لري چې د ده په وینا د حکومت سرپرستي لري.

پر دې مهال له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره اړه لرونکي د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصرالله زیري وويل چې حکومت د خپلو مخالفینو د ځورولو لپاره دغه ډول کارونه کوي.

که څه هم د اوسنيو تورونو په اړه د حکومت لخوا څه نه دې ويل شوي خو په تیرو وختونو کې حکومتي چارواکو دغه ډول تورونه رد کړي دي.

بلخوا د قلعه سیف الله ډپټي کميشنر د چارشنبې مازيګر هلته مظاهرچیانو ته ورغلی و او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې حکومت به نه یوازې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشران راخوشې کوي بلکې په پېښه کې تورن وسله وال به هم نيسي. وروسته هلته احتجاج ختم کړل شو او د کوټې – ږوب سړک یې د موټرانو د تګ راتګ لپاره خلاص کړل شو.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر مياشت کې د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان سېکرټري اسد خان اڅکزی هم له کچلاک سره نيږدې وتښتول شو چې تر اوسه يې درک نه دی معلوم.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG