د پېښور سیکان او هندوان د خپلو بندو مندرونو او ګوردوارو وازول غواړي

په پېښور کښې په چارشنبه مذهبي لږکیو سیکانو او هندوانو له پېښور پرېس کلبه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې په یوه احتجاجي لاریون کې د خپلو تړلیو مندرونو او ګوردوارو د بیا پرانستلو غوښتنه کوله.

له مظاهرې سره په څنګ د سیکانو یوه مشر اشوني سینګ مشال راډيو ته وویل، چې د پېښور په صدر کې دې یې هغه عبادتخانې بیا پرانستل شي چې له ډېرې مودې راهیسې تړلې پرتې دي.

نوموړی زیاتوي: ''په صدر کې یې زموږ یوه ګوردواره په کرایه ورکړې ده، زموږ ګوردواره دې له کرایه دار خالي کړي او را دې یې کړي. د دې لپاره مو بیا بیا مطالبې وکړي خو هېچا مو غږ وا نه ورېد ځکه خو سړکونو ته راووتل، داسې ډېرې مندرونه دي چې هغه هم بند پاته دي. زموږ د ګوردوارې ۱۵ سوه روپۍ کرایه اخیستل کېږي او یو کرایه دار پکې اوسي. او ګودامونه هم پکې شته.''

دا هم وګورئ: باړې ته ستانه شويو سیکانو له نوې سره ژوند پیل کړی

یوه بل هندو مشر کاکارام له مشال راډيو سره په خبرو مې وویل یو مندر یې له دې وجې تړلی پروت دی چې له سیکانو سره یې د هغه د ملکیت پر سر په عدالت کې مقدمه روانه ده. دی وايي که د سیکانو د تړلي ګوردوارې بیا وازې شي نو په عدالت کې به یې له سیکانو سره له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د مندر پر سر روانه لانجه هم هواره شي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مذهبي لږکيو یوه پارلماني غړي رنجیت سینګ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت ورته مذهبي ازادي ورکوي او زیاته یې کړه: ''د حکومت مننه کوي چې په پنجاب او نورو ځایونو کې د اقلیتونو تړلې عبادتخانې بیا وازوي، خو په غله منډۍ پېښور صدر کې زموږ ګوردواره سینګ سبا د وېکیوټرز پراپرټي بورډ لاندې راځي او هغوی خپلو خلکو ته په زر زر او پنځلس سوه روپۍ باندې په کرایه ورکړي دي. زموږ له ګوردوار او درمسالونو یې ګودامونه جوړ کړي دا زموږ د عبادتخانو بې حرمتي ده.''

د پېښور سیکان او هندوان وايي که یې د خپلو تړلیو عبادتخانو ستونزه ژر تر ژره هواره نه شوه نو خپل احتجاجونه به لا پسې وغځوي.