د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګرونانک کلیزه ولمانځل شوه


پاکستان او هند د سيکانو لپاره راهداري پرانېستله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

پاکستان او هند د سيکانو لپاره راهداري پرانېستله

د نومبر پر ۱۲مه په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون۵۵۰مه کلیزه لمانځل کېږي.

کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولې ته نېږدې د پاکستان په خاوره کې پروت کلی دی او هلته د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چې پکې د سیکانو مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.

د سيکانو لپاره د خپل مذهبي پېشوا د زېږون کليزه لمانځل دا ځل له دې کبله د ارزښت وړ ګرځېدلې چې د دوو روايتي سيالانو هند او پاکستان ترمنځ کرتار پور لاره پرانيستل شوې ده.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د نومبر پر نهمه د هند او پاکستان ترمنځ د کرتار پور لارې رسمي پرانېسته وکړه.

دا لاره سیک زیارت کوونکو ته د اسانتیا ورکولو په موخه پرانېستل شوې ده او اوس سیکان کولای شي چې له هند څخه بې له ويزې دغه سيمې ته سفر وکړي.

ګورونونانک په ۱۴۵۹م کال کې د پاکستاني پنجاب په ننکانه صاحب سيمه کې زېږېدلی و او په ۱۵۳۹م کال کې د ۷۰ کلونو په عمر په کرتارپور کې مړ شو.

نوموړي د خپل ژوند وروستي کلونه همدلته تېر کړي و.

د ګورونانک کليزې لمانځلو لپاره په کرتارپور کې زرګونه سيکان راغونډ شوي او د عبادت، سندرو، خوراک او اجتماع تر څنګ يوشمېر نور مراسم هم تر سره کوي.

نارينه سيکانو رنګ په رنګ لنګوټې تړلي او خپل اوږده ویښتان يې پکې پټ کړي دي.

د دوی له مذهبي دود سره دوی ویښتان نه کوچني کوي.

پاکستان تېر کال د نومبر پر ۲۸مه د کرتار پور لارې د بنسټ ډبره اېښې وه چې په هغو مراسمو کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او هندي پنجاب د اسمبلۍ غړي نوجوت سینګ سیدهو برخه اخېستې وه.

د دې لارې د پرانيستې پر مهال د هند پخواني وزیر اعظم من موهن سینګ، هندي فلمي ستوري سني دېول او پر نجوت سینګ سیدهو سربېره سلګونه نورو سيکانو ګډون کړی و.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG