پاکستان وايي له کابل او واشنګټن سره یو ځای امنیتي ستونزې هواروي

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۳مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل، د تحریک انصاف نوی حکومت له کابل او واشنګټن دواړو سره اړیکي سموي او ورسره د سیمې پر امنیت او ثبات کار کوي چې پکې دی د پرمختګ هیلې لري.

ده وویل، افغان ولس او پاکستانیانو ډېر مشکلات ګاللي دي خو اوس اسلام اباد او کابل د ستونزو د هواري پر جامع مېکانېزم سلا شوي:

((پاکستان او افغانستان دواړه سره کښېناستل، پر خپلو چیلېنجونو یې غور وکړ او د هغو د حل یوه لار او مېکانېزم یې موندلی چې پینځه اړخونه او برخې لري. موږ به هڅه کوو چې د یو بل درناوي ته په پام، هغه پینځه لارې عملي کړو او پرمختګ وکړو.))

موږ به یو ځای سره پر مخ ځو او یو ځای به د سیمې د سولې او امنیت مخې ته پر چیلېنجونو برلاسي کېږو.
شاه محمود قریشي

شاه محمود قریشي وویل، د کابل په څېر له واشنګټن سره هم د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي.

د اګست پر ۱۹مه یو شمېر رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې هند ته تر تګ مخکې د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته ځي.

دا به د پاکستان تحریک انصاف د نوي حکومت له چارواکو سره د نوموړي لومړی ملاقات وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له خپل امریکايي سیال سره به په خبرو کې د سیمې د سولې او امنیت مسلو د هواري لارې ولټوي:

(([موږ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو] نظر اورو او ورباندې ځان پوهوو. پر دې به خبر شم چې [امریکا] له موږه څه تمې لري او که خدای کول، له خپلو توقعاتو به یې هم خبروو. موږ به یو ځای سره پر مخ ځو او یو ځای به د سیمې د سولې او امنیت مخې ته پر چیلېنجونو برلاسي کېږو.))

قریشي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امریکايي مشر جنرال جان نېکلسن تور پورې کړ چې افغان طالبان په پاکستان کې ازاد ګرځي او هلته یې په روغتونونو کې درملنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن دې پر اسلام اباد فشار زیات کړي.

جنرال نېکلسن پر اسلام اباد د فشار زیاتولو غوښتنه وکړه

د اګست پر نهمه ګڼو وسله والو پر غزني ښار برید وکړ چې ورسره سم یې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره نښته پیل شوه چې د اګست تر ۱۴مې روانه وه.

هغه مهال افغان چارواکو تور پورې کړی وو چې د وسله والو لسګونه مړي پاکستان ته وړل شوي او د هغه هېواد په روغتونونو کې د یو شمېر ژوبلو درملنه کېږي.

طالبانو د دې دعوو په غبرګون څه نه دي ویلي.

اړوند موضوعات:

افغان حکومت پر غزني د برید پلټنې کوي

په غزني کې نژدې ۲۰۰ مړي د هغوي کورنیو ته سپارل شوي

ملا هبت الله: چې بهرنیان نه وي وتلي سوله نشي راتلای

هلته افغان ولسمشر اشرف غني هم د غزني د سفر پر وخت په وینا کې د پاکستان له نوي وزیراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه څخه سپیناوی غوښتی وو او ورباندې یې غږ کړی وو چې د سیمې د سولې او ثبات پر هغه مېکانېزم کار وکړي چې دواړه هېوادونه ورباندې روان کال سلا شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اګست پر ۱۶مه په اوونیزه خبري غونډه کې د افغان چارواکو ادعاوې ناسمې بللې وې او ویلي یې ول چې د غزني د برید او د وسله والو د مړو او ژوبلو وروړلو په اړه هېڅ شواهد نشته.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای پر ۲۶مه تر انتخاباتي بریا وروسته په وینا کې ویلي ول چې له افغانستان سره تعلقات سموي او هلته د سولې لپاره هڅې کوي.