د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې نژدې ۲۰۰ مړي د هغوي کورنیو ته سپارل شوي


د غزني د جګړې یو تصویر
د غزني د جګړې یو تصویر

په افغانستان کې د حلال احمر چارواکي وايي، پر غزني ښار په وسله واله حمله کې یې د وژل شویو ۲۰۰ کسانو مړي را غونډ کړي او د هغوی کورنیو ته یې سپارلي دي.

د افغانستان په جنوب لویدیځ زون کې د سره صلیب یو مشر سميع الله صدیق د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې همکاران یې لا هم د مړو په راغونډولو لګیا دي.

وسله والو طالبانو تېره اونۍ د جمعې په سهار پر غزني ښار ډله ایزه حمله وکړه.

د غزني د امنیه قوماندان، سمونوال فرید احمد مشعل جمعې په ورځ وویل چې یوازې د جګړې په لومړۍ ورځ، ۴۰۰ وسله وال ووژل شول.

مشعل وویل، کره شميرې به وروسته څرګند شي.

طالبانو د دې تازه راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG