د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا هبت الله: چې بهرنیان نه وي وتلي سوله نشي راتلای


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده.

د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي په هیواد کې تر هغه سوله نشي راتلای تر څو چې د ده په وینا بهرنیان له هغه ځایه وو نه ځي.

ملا هبت الله اخونزاده د اګست پر ۱۸مه د لوی اختر په مناسبت په بیان کې بیا دا خبره تکراره کړې چې طالبان ( اسلامي هدفونو ) او د افغانستان خپلواکۍ ته ژمن دي.

نوموړي ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د جنګ د خاتمې لپاره له امریکا سره مستقیمو خبرو اترو باندې ټینګار کوي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې وسله والو طالبانو بیا کافي قوت موندلی دی.

د اګست پر ۱۰مه پر غزني ښار د وسله والو طالبانو په حمله کې تر ۱۰۰ زیات افغان امنیتي سرتېري او شا او خوا ۳۰ ولسي وګړي ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG