د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت پر غزني د برید پلټنې کوي


په غزني کې د افغان ځواکونو ویجاړ شوي پوستې.
په غزني کې د افغان ځواکونو ویجاړ شوي پوستې.

د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست ویلي، له هغو سره به قانوني چلند کېږي چې غفلت یې کړی او یا یې د وسله والو مرسته کړې ده.

د اجراییه ریاست یو ویاند امید مېثم بېګا مشال راډیو ته وویل، چې ښار له وسله والو پاک شي نو به لوړ پوړي چارواکي هلته ځي چې پلټنې وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې وسله والو طالبانو د اګست پر ۱۰مه نېټه له څو لوریو د غزني پر ښار برید وکړ او تر څلورو ورځو له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.

افغان حکومت وايي وسله وال یې د غزني له ښاره اېستلي دي خو بیا هم هلته چڼیز عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG