بنو جرګه : د قبایلو د تقدیر فیصلې په اسلام اباد او لاهور کې کېږي

د نیم قبایلي سیمو ایف ار بنو مشرانو نن (جمعې ورځ) په یوه جرګه کې له پاکستاني دولته غوښتنه کړې چې د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه دې له قبایلو پوښتنه وکړل شي او که دولت په ریښتیا هم د دوی راتلونکې ټاکښېنو بېله صوبه دې ورکړي چې پر خپلو وسایلو خپل اختیار ولري.

مشرانو ویلي چې دولت په تېرو ۷۰ کلونو کښېقبایلو ته هېڅ نه دي ورکړي، او د ضم کېدو په صورت کښېبه دوی ته د انګریزي دورې د حکومت مراعات هم متاثره شي.

د نیم قبایلي سیمې یو مشر ملک مویز خان مشال ته وویل چې د قبایلو راتلونکېپه اړه له قبایلو پوښتنه پکار ده او که دولت یې راتلونکېکښېبدلون غواړي نو ځان له صوبه دې ورکړي.

( نن د ایف ار بنو مشران په دغه نوم جمع شوي، چې دوی په خیبر پښتونخوا کښېضم کوي، نو دوی په دهرنو لاس پورې کړ، که دولت ریښتیا هم غواړي نو ځان له صوبه دې ورکړي، ګنې ملنډي دې نه ورباندې وهي. په ایف سي ار کښېپه بدلون که دوی نه پوهیږي، نو مشران دې وغواړي، موږ به یې ترمیم ورته په ګوته کړو، دولت موږ له څه راکړي، دا خو د انګرېز په حکومت کښېچې څه ورکړل شوي، هغه هم تري اخلي، نو که ریښتیا هم د قبایلو فکر وړي دي نو بېله صوبه دې ورکړي، چې په خپلو وسایلو خپل اختیار ولري.)

ملک محمد علي وویل چې د قبایلو راتلونکې په اړه دي له ټولو قبایلو پوښتنه وشي، نن د دوی د تقدیر فیصلې په اسلام اباد یا لاهور کښېکېږي نو ایا قبایل دومره حق نه لري چې پوښتنه ترېوشي، چې موږ څنګه او چېرته خوشاله یو، نو که د ووټ له لارې وي او یا بله، له ټولو قبایلو دې پوښتنه وشي، چې بیا ځان لا صوبه غواړي او که ضم کیدل غواړي.

د فاټا اصلاحاتو په اړه روانو ورځو کښېتاوده بحثونه روان دي، چې ډېری سیاسي ګوندونه او د قبایلي سیمو ځوان کیول له خیبر پښتونخوا سره ضم کیدو دریځ لري، خو ډېر قبایلي مشران یا ملکانان بیا د ځانله صوبې غوښتنه کړې.

د فاټا احلاحاتو په باب د پاکستان بېلا بېل ګوندونه پیپلز ګوند، جماعت اسلامي، تحریک انصاف، عوامي نیشنل پارټۍ او ځینې نور له یوې مودې راهیسې ډېر فعاله دي او غوښتنې کوي چې قبایلي سیمي دې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځول شي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علمای اسلام ف بیا دریځ لري، چې د فاټا راتلونکې به قبايلي ولس په خپله ټاکي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمرود جرګه: په خیبر پښتونخوا کې نه ګډېږو